Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

مؤمن ځوان او کافر افکار

دا یو څرګند حقیقت دی چې غیر مسلمه ټولۍ خصوصاً صلیبي غرب د اسلام د سپېڅلي تمدن له منځه وړل خپله وجیبه ګرځولې. پیسې مصرفوي، مسلکي او فني شخصیتونه ګماري، کتاب، اخبار،ټلویزون، راډیو، انټرنیټ خلاصه له هر ډول مصبوعاتو او رسنیو او هري لاري استفاده کوي تر څو د اسلام تازه لمر تر په خپلو تورو وریځو کې پناه کړي. د مسلمانانو د عزت او دبدبې ماڼۍ د ډیر ضعف باوجود بیا هم پر خپلو پښو دریدلو ته نه پریږدي .
دوئ پر مسلمان امت هغه وخت برلاسه شول، چې کله یې ځوان نسل له ډیرو چلونو وروسته د خپل فکر تابع او تر خپل بیرغ لاندي ودروی. د عمثاني خلافت بې مسؤلیتي ،حب الدنیا او د دیني جذبې کمزوري، ځوان نسل ته بې توجوهي او د هغوئ د افکارو او اعمالو اصلاح ته پام نه کول ددې لامل شول چې ټول امت د صلیبي غرب په لاس کې کښېوزي. ځوانان که له یوې خوا د ټولني فعاله طبقه ده، له بلې خوا ددوئ اصلاح او نه اصلاح د ټولني پر نورو افرادو مستقیمه اغیزه شیندي. که د یوې ټولني ځوانه او فعاله طبقه تر بهرنیو فکري فشارونو لاندي وي، دا ټولنه نه شي کولای د خپل دین، کلتور او عنعناتو او رواجونو ساتنه وکړي او کیدای شي ټولنه فقط په نامه ټولنه پاتي شي. دا چې د اسلامي ټولني له سره د شهامت تاج کښته شوی، له عمده لاملونو نه یې یو له دې ټولني نه د ځوان نسل پردي کیده دي. ددې توپان له راتلو نه ډیره کمه اندازه افراد خبر لري او له هغوئ نه هم ډیرو کمو یې د مخنیوي کوښښونه کړي دي. ځوانان مو لومړۍ راڅخه انګریزان شول، بیا راڅخه کمونستانو پردي کړل او دا دی اوس یې لیبرالان په جلا کولو لګیا دي چې زیاته اندازه یې خپل تابع او د اسلام په خلاف درولي هم دي.
خو اوس پوښتنه دلته ده چې ننني غربیانو څه ډول و کولای شول د زړو کمونیستانو په تقلید یو ځل بیا ځوانان له اسلامي روحیاتو او افکارو پاک او د خپلو نظریاتو تابع کړي؟
ددې لاملونه کیدای شي ډیر زیات وي ځکه صلیبي غرب په هر ډګر کې په مسلمه امت وارونه کړي دي خو موږ یې دلته یو څو داسي در پېژنو:
۱.تعلیمي ډګر:
د تعلیم په ډګر کې غربي افکارو هغه وخت سرایت وکړ چې کله غرب د مستشرقینو په نومه، ذهین او با ذکاوته اروپایان د اسلام د زده کړی په غرض شرق ته راولیږل شول او د ډیرو زده کړو وروسته په عربي ژبه کې ښه ماهران او د تالیفاتو تر درجې ورسیدل چې ورپسې یې د اسلامي کتابونو په لیکلو او د مسلمانانو تر مینځ د جعلي اسلام په خپرولو شروع وکړل. ددوئ دا کوښښونه ددی لامل شول چې مسلمانان خصوصا ځوان نسل له اسلامه فاصله و نیسي او په زړونو کې یې د کافرانو په وړاندي موجوده کرکه او نفرت ورو ورو له منځه ولاړ شي. که څه هم مستشرقین یا ختیڅ پوهان صنف، صنف او ټولۍ ټولۍ وه، خو د ټولو همدا یو هدف وو چې څنګه اسلام او کفر سره ګډ او له مسلمانانو اسلامي احساسات او جهادي جذبي لیري کړي. د جنګ په ډکر کې غرب د زیاتو او د هغه وخت په پرمختللو وسایلو سربیره بیا هم و نه شو کړای مسلمانان چې د ډیرو کمو او بسیطو تجهزاتو خاوندان وه مات کړي. نو یې د مستشرقینو او دیته ورته پلانونو په عملي کولو لاس پوري کړی تر څو له یوې خوا دمسلمانانو د فتوحاتو مخنیوی وکړي او له بلي خوا یې په ډول ډول مذهبي، سیاسي او سمتي اختلافاتو اخته کړي. صلیبي غرب دا درک کړه چې د مسلمانانو د فت
وحاتو او کامیابيو راز د دوئ په تجهزاتو کې نه بلکي ددوئ په اسلامي احساساتو، د حریت په تصوراتو او جهادي افکارو کې دی. له ډیر وخت نه وروسته یې د مسلمانانو پر حریم عسکري یرغل ته هم مخه کړه چې په نتیجه کې یې د ځینو سیمو په استثنی ټول عالم اسلام د ډیر لږ مقامت په بدل کې تر خپل واک لاندي راویستی. مقامت ځکه و نه شو چې مستشرقینو په اسلامي خاوره کې ددوئ د استعمار لپاره په پوره اندازه تبلیغات کړي وه او د مسلمانانو له زړونو نه یې د کفر نقرت لیري کړی وو. له دې عسکري تسلط نه وروسته صلیبي غرب د اسلامي خاوري د درسګاوو، مدرسو او نورو تعلیمي ځایونو په نصاب کې د خپلي خوښي مطابق تغیرات راویستل. هر ځای چې به یې د جهاد، توري او کفر ضد مطالب ولیدل هغه به یې لیري کړل او پر ځای به یې د خپلي رضا مطابق مطالب ځای کړل. هند چې پیړۍ، پیړۍ د اسلام تر حاکمیت لاندي وو، له هغه نه یې د اسلام ریښې و ایستلې. ترکیه چې د عثماني خلافت مرکز وو، نظام یې ټول په لا دینیت( سیکولریزم) واوښتی. د احادیثو په کتابونو کې د جهاد، مینځي او غلام کتابونه او بابونه موقف پاتي شول چې دې ټولو پيښو د مسلمانانو خصوصاً ځوانانو پر روزنه منفي اثرات واچول. مخکي به چې مؤمن ځوانان په اسلامي افکارو روزل کیدل اوس د غربي افکارو تر تسلط لاندي شول چې دې تسلط مؤمن ځوانان د اسلام په خلاف داسي و روزل چې په غربیانو کې یې هم ساری ډیر کم پیدا کیدی حال دا چې د مسلماني مور شیدي يې رودلي وي او د مسلمان پلار تر روزي لاندي وو. که راسو نژدې وخت ته، هغه وخت چې اسلامي امارت په پر پښو ودریدی او چارو واګي یې تر لاسه کړې، ټول نصاب یې د اسلامي افکارو پر بنسټ جوړ او اماده کړی چې د هغه نصاب سپېڅلې ثمره تر اوسه د اسلام له نامه دفاع کوي. خو کله چې دا نظام د امریکا په مشرۍ د کفري ایتلاف په واسطه ړنګ شو، ګورو چې اوس ټول نصاب ددوئ له نظریاتو ډک دی او د ( مدني زده کړي او فرهنګ) په نوم ټول پر ډیمکراسۍ او خرافاتو بنا له اسلام ضد مطالبو جوړ دی چې ځوان قشر ته د اسلامیت، دیني معاشرت، جهادي احساساتو او اخلاقیاتو پر ځای د ډیمکراسي، غربیت، د آزادۍ تر نامه لاندي د غلامۍ او د هنر مندۍ په غلاف کې د ګډا او فحاشي تلقین ورکوي.
همدا شان د مدرسو په نصاب کې هم د اسلامي او جهادي فکر او کفر ضد نظریات ډیر لږ څه لیدل کیږي. د اسلامي روح، جهادي تصور، اسلامي سیاست، د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) او نورو انبیاوو کرامو د دعوت طریقه او په دې لاره کې پر تکالیفو او مشکلاتو صبر ،د اصحاب کرامو د قربانیو او کړو وړو، تر هغوئ وروسته د عمر بن عبدالعزیز، محمد بن طاهر، صالح الدین ایوبي، نورالدین زنګي او د اسلامي امت د نورو سرښندونکو غازیانو او د کافرانو سره د دوئ د چلند په اړه ډیر لږ څه تر سترګو کیږي.
د نبوي سیرت، د صحابه کرامو د ژوند، حتي د امامانو او د اسلام په حقیقت پوهو اشخاصو په اړه هیڅ یو مضمون نه تر سترګو کیږي او که موجود هم وي، هغه د داسي طبقې شاګردانو ته ویل کیږي چې سویه او ذکاوت یې دا توان نه لري چې د نني عصر او د هغې زمانې په پرتله کولو خپله لار و موندلای شي. خو په مقابل کې یې دا ځای د افلاتون، ارسطو او سقراطو فسلفو ته ورکړی او د منطق او حکمت په نوم وخت مصرفونکي او بې ګټي مطالب ورښودل کیږي.
د نني عصر کمونیستي او لیبرالي توپان د مخنیوي لپاره کتاب خو پریږده، حتی یو مضمون هم نه تدریسیږي. د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) پاک منهج او احادیثو ته ډیره لږه توجه کیږي او که د فراغت نه مخکي د احادیثو کوم کتابونه ورته ویل کیږي، له هغو نه هم په ډیره بې توجوهۍ تیریږي. په ټول نصاب کې به کله هم د ( ضرب زید عمروا) پر ځای د ( قتل زید کافرا) فقره تر سترګو نه شي. خو د یادولو وړ ده چې اوس هم د اسلامي امت داسي علما‌ء موجود دي چې د غربي افکارو د دفع کولو لپاره نه ستړي کیدونکي هلي ځلي کوي خو ددوئ شمیر کیدای شي بې حده کښته وي.
که چیري د مدرسو مهتممان، د مکتبونو او پوهنتونونو استادان او په عموم کې ټول پلرونه خپل مسؤلیتونه و پیژني او د ټولني خصوصا د ځوان نسل اصلاح ته ملا و تړي، حتمي به یو ځل بیا اسلامي امت ته د صلاح الدین ایوبي په شان ستوري وړاندي کړي خو که یې خپل دې مسؤلیت ته شا کړل او د یو فضولي عمل په سترګه یې ورته و کتل، لیري نه ده چې یو ځل بیا به دا ملت د نورو کفري فریقو تر تسلط لاندي راځي او د ارتداد هغه ګراف چې د مجاهد اولس په وینو او شهادتو را کښته شوی، خدای مکړه یو ځل بیا ځان لوړي نقطې ته پورته کړي.
۲.مطبوعاتي ډکر:
رسنۍ او مطبوعات چې د یوې ټولني په سمون کې مهمه ونډه لري، نن هغه هم د غرب تر پوره تسلط لاندي دي. په اسلامي خاوره کې موجودي رسنۍ او مطبوعات په ډیره کمه اندازه د کافرو خبریالانو له لوري په مخ بیول کیږي او نور ټول کار کوونکي، خبریالان او لیکوالان یې د اسلامي امت خپل بچیان دي چې د صلیبي غرب له لوري د فحشا خپرولو،ذهنیت اړولو، اسلام بد نامولو او د مجاهدینو پر ضد د زهر شندلو لپاره ګمارل شوي دي. زیات ځوانان د همدې رسنیو او مطبوعاتو د زهرجنو تبلیغاتو په سبب له اسلامي منهجه اوښتي او پردۍ لاره یې غوره کړې.
په دې ګمراهۍ کې شعر او شاعرۍ هم خپله ونډه اخیستې ده. شاعر چې د ټولني د حال او احوال او مشکلاتو ترجمان دی،نن د اسلامي خاوري زیات شاعران د غربي افکارو ترجمانان دي. داسي ډیر کم شاعران به پیدا شي چې د امت په درد دردمن وي او د هغوئ ناخوالي په خپل شعر کې انعکاسوي. د شعر هره مصرۍ او هر بیت د امت د راویښولو لپاره لیکي او د حضرت حسان ابن ثابت (رضی الله عنه) د ور پاتي شوي توري حق ادا کوي. ځکه ددې فولادي توري زخم تر هري توري سخت او دردناک دی.
که د اسلامي امت بادرده بچیان ددې رسنیو دفاع په خپلو مطبعوعاتو سره وکړي او شاعران او لیکوالان د خپل دې نعمت شکر د امت د راویښولو لپاره د قلم په چلولو کې ادا کړي، د الحاد او لیبرالیزم په دود ککړ زلمیان به یو ځل بیا خپله ورکه شوې لار پیدا کړي او اسلامي امت ته به یو ځل بیا د خپلو اتلولیو زرین تاریخ پریږدي او که یې ادا نه کړي نو ټول څه به برعکس وي.
۳. تفریحي او سپورټي ډګر:
د صلیبي غرب له لوري تفریحي او سپورټي اړخ ته انکشاف د اسلامي امت د ځوان نسل د مصروف کولو په غرض دی. ډیر ځوانان د فوټبال، کرکیټ، جمناستیک او نورو سپورټي کلبونو په واسطه له خپل اصلي وجیبې نه په بل طرف وړل شوي دي. د اسلامي امت په سلونو څه په زرنوو او میلیونونو ځوانان خپل شپې او ورځي په سپورټي لویو او بې ځایه تفریحي ګښتونو تیروي. له یوې خوا له دیني او عصري تعلیم نه بې برخي پاتي وي او له بلي خوا یې سرمایه هم په عبث او لهوه اعمالو مصرفیږي. دا صحیح ده چې سپورټ د جهاد په اعداد کې ډیر مفید او ضروري دی، خو د داسي ځوانانو شمیر به ډیر کم وي چې د اعداد په نیت دې کلپونو ته ځي.
۴. اقتصادي ډګر:
د غربي پالسۍ یوه بله طریقه د پیسو په وسیله ځوان نسل را جذبول دي. دا یو علنۍ حقیقت دی چې غربیانو ډیر بې تجربه ځوانان د ډیرو ډبلو معاشونو په مقابل کې په خپلو مؤسسو او انجیوګانو کې مقرر کړل. حال دا چې له دوئ نه د ښې تجربې او زیات ذکاوت خاوندان اشخاص بې کاره او بې وظیفې وه. خو فرق یې همدومره وه چې هغوئ ځوانان او ددوئ عمر د څلويښتو لوړ وو. ددوئ تمرکز پر ځوان قشر ددې لپاره دی، ځکه دوئ په دې پوهیږي چې ځوانان چې د ټولني د ملا تیر دی او د زیات قدر خاوندان هم دي، ژر خپلیږي او په ټولنه کې ددوئ اهداف په ښه توګه نافذوالی شي.
که ځوانان د غربي مؤسسو او انجیوګانو له زهرناکو اهدافو خبر نه شي، کیدای شي غرب یو ځل بیا نوی نسل او تنکي زلمي په خپلو لومو کې را ګیر کړي او په خپله ګټه یې استعمال کړي.
۵.د تکنالوجۍ ډګر:
کمپیوټري لوبي یا ګیمونه، ټلیفوني ګیمونه، فیس بوک او دې ته ورته نور وسایل هم د غرب لخوا د ځوان نسل د مصروف ساتلو لپاره په کار وړ کیږي. هره ورځ نوي ماډل ګیمونه، نوي ماډل مبایلونه او د انټرنیټ ځیني بې کاره او فاحشي صفحې ځوانان له دینه په ډیره فاصله کې واقع کوي. کمپیوټر، مبایل او انټرنیټ که څه هم اوس له ضروریاتو ګرځیدلي، خو داسي کم ځوانان به و موندل شي چې د خپلو تر لاس لاندي وسایلو په واسطه اسلامي ټولني ته خدمت کوي او د ځوانانو د اصلاح لپاره کار کوي.
دا چې نن ځوانان له خپل امته پردي شوي او د نورو افکارو تر تأثر لاندي راغلي، که دوئ پر همدې حال همداسي پرېښودل شي، حتما به دا مرض نورو افرادو ته هم انتقال شي. که د اسلامي امت افکار جوړونکي ډاکټران دې مرض ته بې توجوهي وکړي، دا ساري ناروغي به ملتونه و نیسي چې بیا به یې تداوي له ناممکناتو څخه و ګرځي. که څه هم ډیر به مو ناوخته کړی وي، خو اوس هم وخت شته چې ددې اژدها مخنیوی وشي او مسلمان امت د نجات تر پولو یووړل شي. پلرونه دي د خپلو اولادونو، امامان او خطیبان دي د خپلو مقتدیانو او استادان دي د خپلو شاګردانو سالمي روزني ته زیاته توجه وکړي، هسي نه چې تر خپلولو مخکي یې را څخه پردي کړي. په دې برخه کې اسلام پالو دعوت ګرانو ته هم ډیره اړتیا ده، تر څو وکولای شي د ځوان نسل په پردي ګرځ لړل شوي ذهنونه له ګرځونو پاک او د بهرني نظریاتو څخه د حفاظت په خاطر یې د اسلامي احساس په فولادي پوښ و پوښي. که ددې دعوت په نتیجه کې یو ځوان هم له غربي چال او چلونو په امان شي دا به د دعوتګر لپاره تر سرو اوښانو هم بهتره وي. ځکه رسول الله (صلی الله علیه وسلم) علي (کرم الله وجه) ته داسي و فرمایل: (فَوَاللَّهِ لَأَنْ يَهْدِيَ اللَّهُ بِكَ رَجُلًا و َاحِدًا خَيْرٌ لَكَ مِنْ أَنْ تَكُونَ لَكَ حُمْرُ النَّعَمِ)
ژباړه: ( په الله قسم، که چیري الله تعالی ستا په واسطه یوه سړي ته هدایت وکړي، دا خیر دی تا ته تر دې چې سره اوښان ولرې.

لیکنه: احمد ارشاد سعید

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button