میدان وردګو کې ډایاګ معاونیت ته لسګونه میله وسلې سپارل شوې

عزم (دوشنبه، ۸/۳/۱۴۰۲): د میدان وردګو ولایت د امنیې قوماندانۍ مسؤلین وایي، چې یاد ولایت کې ډایاګ معاونیت ته لسګونه میله وسلې سپارل شوې دي.
دوی وايي: په دغو وسلو کې ډول ډول درنې او سپکې وسلې شامل دي.
د دغه ولایت د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې مدير مولوي زمرک عبیده رسنیو ته وویل: د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې مدیریت ۶۲ میله سپکې او درنې وسلې د ډایاک معاونیت ته وسپارلې.
نوموړي وویل: دغه وسلې د تېرو ۶ میاشتو په لړ کې د مرکز په شمول له بېلابېلو ولسوالیو راټولې شوې وې، چې زیاته برخه یې د بهسودو ولسوالیو اړوند وه.
ده زیاته کړه: ډایاګ ته په سپارل شویو وسلو کې ۱میل پیکا، ۳میله راکټ، ۳۴میله کلاشینکوف، ۹میله یوولس ډزي، ۱۵میله تومانچې او ۵ میله شل ډزي شامل دي.
باید وویل شي چې ډایاګ معاونیت د هېواد له ټولو ولایتونو څخه هغه وسلې راټولوي، چې قانوني اسناد ونلري او خلک یې په غیرقانوني توګه له ځان سره ساتي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button