غزل/مشفق حريت مل
څنګه چې د ستا د حق نعره خاموشه نه شوله
دغسې زما د زړه جذبه خاموشه نه شوله
وا د ازادۍ د لارې ياره په تا وياړمه
ستا له فيضه زما هم ترانه خاموشه نه شوله
زه د ګران هېواد د ازادۍ مينه پالمه تل
شکر لا ژوندۍ ده حوصله خاموشه نه شوله
لاړو مفکر(!) خيال پلاوونه يې تالا ترغه
سوله پلې نه شوله جګړه خاموشه نه شوله
خورمه تيندکونه غورځم پرځم او راپورته شم
خو شکر په دې چې مې وعده خاموشه نه شوله
خلکو وېل چې کله به دوی ووځي له زور نه خو
څنګه شوه ملګرو امريکه خاموشه نه شوله؟
څنګه چې انګليس پرون غرور نه په کې ولوېده
نن هم ميوند ويښ دی حماسه خاموشه نه شوله
غږ وکړه مشفقه ولسو ته زېری ورکړه چې
فتحه او بری او کارنامه خاموشه نه شوله
شاعر: مشفق حريت مل
۲۰۱۵/۰۶/۰۹ سه شنبه