د طالبانو په برید کې د ملي اردو ۱۱ سرتیري وژل شوي

ځایې چارواکي وایې چې د لویدیځ هرات ولایت په کرخ ولسوالۍ کې د طالبانو په برید کې د ملي اردو ۱۱ سرتیري وژل شوي او ۶ نور ژوبل شوي دي.
پېښه د یکشنبي په ماښام هغه وخت رامنځته شوه کله چې ځایې طالبانو د ملي اردو د سرتیرو کاروان د کرخ ولسوالۍ په کوبي مسجد سیمه کې تر برید لاندي ونیوی او ورسره سم سخته جګړه پيل شوه.
چارواکو همدارنګه ویلي چې طالبانو له ځانه سره د ملي اردو ځیني وسلي او مهمات هم لیږدولي دي.
د پېښي په اړه تراوسه طالبانو معلومات ندي ورکړي.
عبدالله مدثر