رحمت الله نبیل: په هیواد کې دنا امنیو لامل اجرائیه ریاست دی

عزم/ تیره ورځ دافغانستان د ملی امنیت لوي رئیس رحمت الله نبیل ولسي جرګې ته ددې لپاره بلل شوی وو چې د هیواد په مختلفو ولایتو نو کې د موجوده ستونزو او روانو ناامنیو په اړه معلومات ورکړي او لاملونه یې په ګوته کړي.
نوموړي د خپلو خبرو په مهال په زغرده وویل چې په هیواد کې د وروستیو امنیتي مشکلاتو عمده لامل د اجرائیه ریاست رامنځ ته کیدل ،نوموړي وویل دا یو نوی ایجاد دي او ډیرې ستونزې یې زیږولې دي.
نوموړي د مثال په توګه د دفاع وزارت پر پوسټ باندي د اولسمشر غنی او اجرائیه رئیس عبدالله تر منځ اختلاف ته اشاره وکړه او ویې ویل دا مسله اوس په یوه لویه سیالي او لانجه اوښتې ده. نبیل وویل د اولسمشر او اجرائیه رئیس همدا اختلاف په دې وروستیو کې د یو شمیر ولسوالیو او سیمو د سقوط لامل ګرځیدلی.
رحمت الله نبیل د خپلو خبرو په جریان کې په دې اعتراف وکړ، چې طالبان د افغانستان د امنیتي ځواکونو له وسلو او مهماتو نه اکمالیږي هغه وسایل چې په ځانګړي توګه اردو او پولیسو ته ورکړل شوي د طالبانو په لاسونو کې دي او بیرته د اردو او پولیسو په ضد استعمالیږي.
تر دې وړاندي رحمت الله نبیل په یوه یوه خبري غونډه کې ویلي وو، چې د روان کال پاته شپږ میاشتې ډیرې خطرناکې دي امنیتي مشکلات به د پخوا په نسبت نور هم اضافه شي. افغان حکومت او ټول امنیتي ارګانونه باید تر وار مخکې دې موضوع جدي ونیسي او بشپړ ه تیاري ولري.
احمد بشار