طالبانو د اولسي خلګو په همکاري د ننګرهار له ۶ ولسوالیو داعش ته منسوب وسلوال ایستلي،راپورتاژ

څو ورځې کیږي چې په ننګرهار ولایت کې د هغو وسلوالو په ضد د طالبانو او اولسي خلګو له لوري تصفیوي عملیات روان دي چې ځانونه په داعش ډلې پوري تړلي بولي
له ننګرهار ولایت څخه ترلاسه شوي معلومات ښیي، چې دداعش وسلوالو په ضد عملیات چې دننګرهار ولسي خلک او طالبان یي په ګډه ترسره کوي، تراوسه په کې د پام وړ پرمختګ راغلی او دننګرهار شپږ ولسوالۍ خوګیاڼي،پچیراګام،غني خیل،بټي کوټ ،مومندره او لعل پوره په بشپړه توګه له داعشي وسلوالو څخه تصفیه شوي دي.
د دې تصفیوي عملیاتو په اړه په ننګرهارکې د طالبانو یوه مسول وایي، چې دغه عملیات د ننګرهار د ولس په غوښتنه او همکارۍ پیل شوي دي چې لا هم جریان لري.
نوموړي زیاته کړه په دې عملیاتو کې د اولس سره په سلا او محلي مخورو په منځګړیتوب هڅه کیږي تر څو دداعش په نوم وسلوال د سیمو پریښودو ته اړایستل شي ، په دې لړ کې تراوسه د پچیراګام، غني خیلو او لال پورې له ولسوالیو څخه ډیری داعش ته منسوب وسلوال پرته له جګړې وتلي او ډیرو کمو کسانو یي مقاومت کړی دی .
د خبر له مخې په ننګرهار کې د طالبانو سرچینې وایي، دجاري عملیاتو په جریان کې یوازې دبټي کوټ او خوګیانو په ولسوالۍ کې داعش ته منسوب وسلوالو مقاومت کړی دی، چې له همدې امله په دې سیمه کې ورته د سر دروند زیان هم رسیدلی دی ، د خوګیانو په زاوه ، ممله ،وزیرو او ځینو نورو سیمو کې د داعش لسګونه وسلوال چې په جګړه یي ټینګار کاوه وژل شوي دي چې د قاري حمید، نصرت او غفار په نوم قومندانان یي هم په کې شامل دي،په دې سیمه کې دداعش په نوم له وسلوالو څخه ۲ رینجر موټر، ۱ کرولا ، ۷ موټرسایکل او لسګونه میله سپکه او درنه وسله هم نیول شوي ده،ویل کیږي چې د روانو عملیاتو په لړ کې تر څلویښتو پورې دداعش وسلوال ژوندي هم نیول شوي دي.
دننګرهار د یوه اوسیدونکي په قول دداعش په نوم وسلوال چې په ننګرهار کې د اختطاف ګرو بانډونو څخه مرکب دي ځانونه سلفیان بو لي،په دې وروستیو کې یي دننګرهار په ځینو سیمو کي سخت مظالم سرته ورسول چې داولس له سخت نفرت سره مخامخ شول، دننګرهار په څو ولسوالیو، نازیانو،سپین غر ، اچین،غني خیلو او هسکه مینه کې یي د ډیری افغانانو کورونه له طالبانو سره د تړاو په تور وسوځول ،بسترې او اموال یي ځان ته غنیمت وبلل او حیوانات یي ذبحه کړل،د نوموړي له قوله د ننګرهار محلي داعشیانو د ننګرهار هغه کسان چې له طالبانو سره همکاري لري له خپلو کورونو وایستل او د هغوی کورونه یي د اورکزو څخه راغلیو ټوپکوالو ته ورتسلیم کړل تر څو په کې واوسي، ده وویل چې دداعش په نوم خلکو دننګرهار خلکو ته دا هم ویلي چې که څوک له موږ سره مخالفت وکړي نو سر به ترینه غوڅیږي کور به یي سوځول کیږي ، ښځې به یي مینځې او ماشومان به یي غلامان کیږي، نوموړي په سپین غر ولسوالۍ کې دداعش د کارنامو په اړه وویل چې د یوه طالب دکور سوځولو په مهال څرنګه چې په کور کې نارینه نه وو نو زنانه وو د داعش د وسلوالو مخې ته قرانکریم را ایستلی و، چې دې قرآن ته وګورئ کور مه راسوځوئ ، خو دداعش په نامه وسلوال له ښځو څخه قرانکریم په لغته وهلی او لرې غورځولی و، چې په دې خبره په سپین غر کې د ولسي خلکو او داعشیانو ترمنځ سخت جنجال جوړ شو، خو دداعش محلي مشرانو د خپل دغه عمل د توجیه لپاره دا دلیل وایي ، چې زموږ په مذهب دا په کاغذ لیکلی قرآن هسې نقشونه او خطوط دي، چې په بي احترامي یي څوک ګناهګار نه بلل کیږي .
له ننګرهار څخه وروستی خبر وایي چې تیره شپه ددې ولایت د بټي کوټ ولسوالي هم په بشپړه توګه تصفیه شوې ده،د بټي کوت په جګړه کې ۷ تنه د داعش کسان وژل شوي او ۲ موټر او څه اندازه وسلې ترې نیول شوي دي .
له بټي کوټ نه عیني شاهدان وایي چې دطالبانو په راغبرګیدو ولسي خلکو د شکرانې لمونځونه وکړل ځکه دوی له پخوانیو ټوپکوالو ډیر جبر او انزجار لیدلی و او مهمه داوه چي ددا عشیانو سره په خبره نه پو هیدل ځکه دهغوئ کړني او غوښتني داسي وي لکه کوم نوی دین چي را وړی وي بل یې مشران اکثره مجهول اوپه جرایمو ککړ کسان وهغه څه چي ولس یې ډیر شکمن کړاواحساسات یې ددوی په ضد را وپاریدل داو چي یو خو یې له طالبانو سره دښمنانه رویه خپله کړه بل یې له اشغالګرو او دهغوی دملاتړي اداري له امنیتي ارګانونو سره مخالفت نه ښکاره کاوه اوبي پیلوټه الوتکوبه یوازي طالبان په نښه کول ددوی په جنګیالیو یې بمبار نه کاوه .
له بلې خوا افغان حکومت هم د داعش له فعالیت او په ځینو ولایتونو کې د دې ډلې له نفوذ نه په انديښنه کې دی، دافغان حکومت چارواکي وایي د ملی امنیت شورا د داعش وسلوالو د لمنځه وړلو او ځپلو لپاره یوه ځانګړې طرحه جوړه کړې او ژر به یې په لاره واچوي.
د ولسمشر غنی مرستیال ویاند ظفر هاشمي رسنیو ته ویلي هرڅوک چې د افغانانو دښمن وي دحکومت دښمنان کڼل کیږي حکومت به یې په ضد جدي اقدام وکړي
دکډ حکومت امنیتي ارګانونه په داسي حال کې دداعش په خلاف تګلارې او طرحې جوړوي چې له تیرو درو وروځو راهیسي د ننګرهار په مختلفو سیمو کې د طالبانو او داعش وسلوالو تر منځ جګړې روانې دي. او ډیرې سیمې دداعش له وسلوالو پاکې شوې دي.