داعش داسلام ددښمنانو پروژه ده، بکربوزداغ

دترکیې دلومړي وزیر پخواني مرستیال او دعدالت او پراختیا دګوند مهم مشر بکر بوزداغ ویلي، چي دداعش ترهګره ډله داسلام او دمسلمانانو ددښمنانو له لوري دمسلمانانو په منځ کي دتاوتريخوالي درامنځ ته کولو لپاره عملي شوې پروژه ده.

دمدني ټولنو له یوشمېر استازو سره دروژه ماتي په مهال  بوزداغ وویل، چي داعش له اسلام او مسلمانانو څخه دنوري نړۍ دکرکي درامنځ ته کولو په موخه دنړیوالو ځبرځواکونو له لوري رامنځ ته شوې پروژه ده.

نوموړي په خپله وینا کي زیاته کړه، چي دداعش اعمال له اسلام، قرآنکریم او احادیثو سره هیڅ ډول اړخ نه لګوي.

بوزداغ وویل، چي له بده مرغه یوازي په اسلامي نړۍ کي دوینو او اوښکو رودونه روان دي، چي په نوره نړۍ کي بیادغه ډول ستونزي نه لیدل کیږي.

نوموړي وویل، چي دداعش له جوړولو څخه دنړیوالو ځبرځواکونو موخه داده، چي هغوی داسلام او مسلمانانو په ضد وکاروي.

دبوزداغ خبري په داسي مهال مخي ته راځي، چي څه موده وړاندي امریکايي قراردادي ايډوارډسنوډن ویلي وو، چي امریکا، بریتانیا او اسرائیلو دداعش ډله ځکه جوړه کړې، ترڅو په سیمه کي داسلامي ډلو مخه پرې ونیسي او داسلامي ډلو په ضد يې وجنګوي.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button