مصر، موټر بم چاودني دمصر لوی څارنوال وژلی

دمصر په پلازمینه قاهره کي دلوی څارنوال هشام برکات په موټریز کاروان موټر بم چاودنه شوې، چي په ترڅ کي یې لوی څارنوال او دهغه یوشمېر ساتونکي وژل شوي دي.

راپورونه وايي، چي نن دمصر دلوی څارنوال په موټریز کاروان دقاهرې دنوي مصر په سیمه کي په داسي مهال موټر بم چاودنه وشوه، چي نوموړی له خپل کور څخه ددندي په لوري روان وو.

دشرق الاوسط خبري اژانس ویلي، چي دمصر دلوی څارنوال هشام برکات موټر دنوي مصر په عماربن یاسر واټ کي په نښه شو.

په لومړیو کي مصري چارواکو ویلي وو، چي دچاودني په پايله کي هشام برکات او ورسره ساتونکي ټپیان شوي دي، چي وروسته دمصر دکورنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چي برکات په چاودنه کي وژل شوی دی.

په جيزة کي دولسي مقاومت ډلي ویلي، چي برید دوی ترسره کړی دی او دمصر دلوی څارنوال په ګډون يې دمصریوشمېر پولیس وژلي دي.

داناتول خبري اژانس ویلي، چي دچاودني له امله په سیمه کي تر۱۰ پوري موټر ویجاړ شوي دي.

په سیمه کي عیني شاهدانو ویلي، چي تر چاودني وروسته يې په سیمه کي ديوشمېر وژل شویو جسدونه ليدلي دي.

هشام برکات په ۲۰۱۳ کال کي تر پوځي کودتا وروسته دلوی څارنوال په توګه ټاکل شوی وو، چي اوس هم په خپله دنده پاته و.

نوموړي داخوان المسلمین او دپخواني ولسمشر محمدمرسي دپلویانو په نیولو او زنداني کولو کي مهم رول درلود.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button