قال الله تعالی (فَضَّلَ اللہُ الْمُجٰھِدِیْنَ بِاَمْوَالِھِمْ وَاَنْفُسِھِمْ عَلَی الْقٰعِدِیْنَ دَرَجَةً وَکُلًّا وَّعَدَ اللہُ الْحُسْنٰی وَفَضَّلَ اللہُ الْمُجٰھِدِیْنَ عَلَی الْقٰعِدِیْنَ اَجْرًا عَظِیْمًا دَرَجٰتٍ مِّنْھُ وَمَغْفِرَةً وَّرَحْمَةً وَکَانَ اللہُ غَفُوْرًا رَّحِیْمًا ) (1).
الله تعالی په سر او مال سره جهاد کوونکو ته په کورکې دناستو خلکو په نسبت ډيره غټه درجه ورکړی ده. که څه هم له ټولوسره يې دجنت وعده کړی ده خوالله تعالی مجاهدينو ته په ناستوخلکو باندې دډيرلوی اجر په ذريعه فضيلت ورکړی دی. هغوی لپاره دالله له لوری نه لويی لويی مرتبې دي، بخښنه او رحمت دی او الله تعالی بخښونکې اومهربان دی.
(وروی البخاری وَمُسْلِمٌ عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ، أَنَّ رَجُلًا أَتَى النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَقَالَ: أَيُّ النَّاسِ أَفْضَلُ؟ فَقَالَ: «رَجُلٌ يُجَاهِدُ فِي سَبِيلِ اللهِ بِمَالِهِ وَنَفْسِهِ» ، قَالَ: ثُمَّ مَنْ؟ قَالَ: «مُؤْمِنٌ فِي شِعْبٍ مِنَ الشِّعَابِ يَعْبُدُ اللهَ رَبَّهُ، وَيَدَعُ النَّاسَ مِنْ شَرِّهِ») (2).
بخاري اومسلم له ابوسعيد خدري رضی الله عنه نه روايت کوي چې يوسړی رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راغې او پوښتنه يې وکړه چې کوم خلک غوره دي؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: هغه مؤمن چې دالله په لاره کې پخپل ځان او مال سره جهاد کوي. هغه وويل بياڅوک؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: هغه سړې چې دغرونو په يوه ناوه (دره) کې ځان ته اوسيږي اودخپل رب عبادت کوي اوخلکو ته شرنه رسوي.
امام نووي رحمه الله وايي چې په حديث کې خاصتاً په درې کې اعتزال مراد ندې بلکې مطلق ګوښه والې مراد دې اګر پخپل کور کې وي. اوپه حديث کې يې ددرې يادونه ځکه وکړه چې داغالباً له خلکو نه خالي وي (3).
رسول الله صلی الله عليه وسلم په صراحت سره ويلي دي چې جهاد له ګوشه نيشۍ نه غوره دی اوپه دی باندې دالله تعالی داقول دلالت کوي:
(لَا یَسْتَوِی الْقٰعِدُوْنَ مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ غَیْرُ اُولِی الضَّرَرِ وَالْمُجٰھِدُوْنَ فِیْ سَبِیْلِ اللہِ بِاَمْوَالِھِمْ وَاَنْفُسِھِمْ) (4).
بې له عذره ناست مومنان له هغو مجاهدينو سره برابر نه دي چه دالله په ليارکې پخپلو مالونو اوځانونو سره جهادکوي.
الله تعالی ته جهاد له ټولونه محبوب عمل دی
(روی الترمذي والبيهقي والحاکم عَنْ عَبْداللهِ بْنِ سَلَامٍ رَّضِیَ اللهُ عَنْهُ قَالَ:قَعَدْنَا نَفَرٌمَّنْ أَصْحَاب رَسُوْلِ الله صلَّی اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقُلْنَا: لَوْنَعْلَمُ أَیُّ الْأَعْمَالِ أَحَبُّ إِلی الله عَمِلْنَاهُ. فأنزل الله عزوجل: سَبَّحَ لِلہِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ وَھُوَ الْعَزِیْزُ الْحَکِیْمُﭐیٰٓاَیُّھَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لِمَ تَقُوْلُوْنَ مَا لَا تَفْعَلُوْنَ کَبُرَ مَقْتًا عِنْدَ اللہِ اَنْ تَقُوْلُوْا مَا لَا تَفْعَلُوْنَ اِنَّ اللہَ یُحِبُّ الَّذِیْنَ یُقَاتِلُوْنَ فِیْ سَبِیْلِھ۪ صَفًّا کَاَنَّھُمْ بُنْیَانٌ مَّرْصُوْصٌ ( 5) فقرأها علينا رسول الله صلی الله عليه وسلم ( 6)
ترمذي، بيهقي اوحاکم له عبدالله بن سلام رضی الله عنه نه روايت کوي چې هغه وويل: مونږ درسول الله صلی الله عليه وسلم څواصحاب په يوځای کې ناست وو. مونږوويل: که چېرې مونږ پوه شو چې کوم يو عمل الله تعالی ته محبوب دی نوهمغه به وکړو، نوالله تعالی دغه آيت شريف نارل کړ.
ترجمه: داسمانونو او زمکې ټول څيزونه ديو الله پاکي بيان کړې ده اوهغه په هرڅه برلاسئ او دحکمت څښتن دی. ای مومنانو! هغه څه ولې وايئ چې نه يې کوئ، دالله په نزد ډيره لويه ګناه ده چې هغه څه ووايئ چې کوئ يې نه. ځکه الله تعالی يوازې هغه خلک خوښوي چې په لاره کې يې دتړلې صف په شکل جنګ کوي لکه چې دوی کلک کړای شوی ديوال وي.
له نازليدو ورسته رسول الله صلی الله عليه وسلم دغه آيت مونږ ته ولوست.
وَفِیْ رَوَایَةٍ أُخْری لِلْبَیْهَقِیِّ عَنْ عَبْدِالله بْنِ سَلَامٍ رَّضِیَ اللهُ عَنْهُ: أَنَّ نَاسًامَّنْ أَصْحَابِ رَسُوْلِ اللهِ صَلَّی اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالُوْا: لَوْأَرْسَلْنَاإِلی رَسُوْلِ اللهِ صَلَّی اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ رَسُوْلًایَسْأَلُهُ عَنْ أَحَبَّ الأَعْمَالِ إِلی اللهِ!فَلَمْ یَذْهَبْ إِلَیْهِ أَحَدٌمِّنَّا،وَهِبْنَاأَنْ نَّسْأَلَهُ عَنْ ذٰلِک. فَدَعَا رَسُوْلُ اللهِ صَلَّی اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أُلٰئِک النَّفَرَ، رَجُلًا رَجُلًا، حَتّٰی جَمَعَهُمْ، وَنَزَلَتْ فِيْهِمْ هٰذِهِ السُّورَةُ (سبح الله…) قَالَ إِبْنُ سَلَامٍ فَقَرَأَهَا عَلَیْنَارَسُوْلُ اللهِ صَلَّی اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ کُلَّهَا (7)
اوبيهقي له عبدالله بن سلام نه يوبل روايت داسې نقل کړی دی چې:درسول الله صلی الله عليه وسلم له اصحابو نه څوتنو وويل: که مونږ رسول الله صلی الله عليه وسلم ته خپل يو استازې ليږلی وای چې له هغه صلی الله عليه وسلم نه دهغو اعمالو پوښتنه کړې وای چې دالله ډير خوښ دي. له مونږ نه هيڅوک دهغه صلی الله عليه وسلم خواته ورنغې، اومونږ داغوښتل چې په دی باره کې له هغه صلی الله عليه وسلم نه پوښتنه وکړو.
بيارسول الله صلی الله عليه وسلم دغه کسان يويو راوغوښتل تردې چې ټول يې سره راجمع کړل اودهغوی په باره کې (سبح الله….) سوره صف نازل شو.
ابن سلام وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم داټول بيامونږ ته ولوست.
له جهادسره هيڅ شې نشي برابريدلې
( روی مسلم عن أبي هريرة رضی الله عنه قال: يارسول الله ! مَا يَعْدِلُ الْجِهَادَ فِي سَبِيلِ اللهِ عَزَّ وَجَلَّ؟ قَالَ: «لَا تَسْتَطِيعُونَهُ» ، قَالَ: فَأَعَادُوا عَلَيْهِ مَرَّتَيْنِ، أَوْ ثَلَاثًا كُلُّ ذَلِكَ يَقُولُ: «لَا تَسْتَطِيعُونَهُ» ، وَقَالَ فِي الثَّالِثَةِ: «مَثَلُ الْمُجَاهِدِ فِي سَبِيلِ اللهِ كَمَثَلِ الصَّائِمِ الْقَائِمِ الْقَانِتِ بِآيَاتِ اللهِ، لَا يَفْتُرُ مِنْ صِيَامٍ، وَلَا صَلَاةٍ، حَتَّى يَرْجِعَ الْمُجَاهِدُ فِي سَبِيلِ اللهِ » (8)
له ابوهريره رضی الله عنه نه روايت دې چې ما رسول الله صلی الله عليه وسلم ته وويل: ای دالله رسوله! له في سبيل الله جهاد سره څه شې برابريدلې شي؟ هغه صلی الله عليه و سلم وفرمايل: تاسې دهغه توان نلرئ.
دوه درې کرته موداپوښتنه تکرار کړه، خوهريوځل يې همدا ويل چې طاقت يې نه لرئ؟ بيا يې وفرمايل: دالله په لاره کې دمجاهد مثال دهغه روژه دار، اولمونځ ګذار په شان دی چې مسلسل په قيام کې ولاړ دالله جل جلاله دآيتونو تلاوت کوي ترهغه پورې نه له روژو ستړی کيږي نه له لمونځو، چې دالله دلارې مجاهد بېرته راشي.
(قَالَ: جَاءَ رَجُلٌ إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَقَالَ: دُلَّنِي عَلَى عَمَلٍ يَعْدِلُ الجِهَادَ؟ قَالَ: «لاَ أَجِدُهُ» قَالَ: «هَلْ تَسْتَطِيعُ إِذَا خَرَجَ المُجَاهِدُ أَنْ تَدْخُلَ مَسْجِدَكَ فَتَقُومَ وَلاَ تَفْتُرَ، وَتَصُومَ وَلاَ تُفْطِرَ؟» قَالِ الرَّجُلُ : وَمَنْ يَسْتَطِيْعُ ذَلِک؟) (9).
بخاري له ابوهريره رضی الله عنه څخه روايت کړيدی چې يوسړي وويل: ای دالله رسوله! ماته داسې يو کار وښايه چې له جهاد سره برابروي. رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: زه داسې کارنه وينم چې له جهاد سره برابروي. بيايې وفرمايل: اياته ددې وس لرې چې کله مجاهد جهادته ولاړشي له همغه وخت نه خپل مسجد ته ننوځي اومسلسل په لمونځ ودريږي اوستړي نشي. او روژې ونيسي مګر ماتې يې نکړي؟ سړي ورته وويل يارسول الله! ددی طاقت او توان څوک لرلی شي.
داصحابو پشان خلکو ددې طاقت او توان نه درلود چې داسې يو عمل ترسره کړي چې له جهاد سره برابر ثواب ولري. ددې سره سره چې اصحابان دلوې همت اود پاکو نفسونو خاوندان وو، له ديني شهامت نه ډک وو، له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره يې دصحبت په وجه اجرونه دوچند وو په هرې نيکئ کې به يې مسابقه کوله خاصتاً په جهادکې يې اوچتو مرتبو ته ځانونه رسولي وو، که هغوی له جهاد سره برابر کوم عمل ندی موندلی نو دمونږ غوندې خلکو زړونه به څنګه په لږ غوندې عملونو سره سکون ترلاسه کړي اوڅنګه به له زيار باستلو پرته زمونږ سترګې يخې شي سره له دې چې زمونږ په عملونو کې ريا زياته اواخلاص پکې کم دې. اوپه زړونو کې موډول ډول سوچونه اودسيسې پرتې دي؟
ای الله! زمونږ زړونه له دغه غفلت نه بيدار کړه. اودجهاد توفيق راپه نصيب کړه. ځکه دهر خيرغوښتنه يواځې له تاڅخه کيږي. اودګناهونو دپريښودلو اونيکيو دکولو توفيق ورکوونکې يواځې ته يي.
(وَخَرَّجَ إِبْنُ عَسَاکِرٍ عَنْ أَبِیْ الْغَادِيَةِ الْمَزَنِيِّ قَالَ: سَمِعْتُ عُثْمَانَ بُنَ عَفِّان رَّضِیَ اللهُ عَنْهُ وَهُوَ یَخْطُبُ عَلَی الْمِنْبَرِ وَيَقُوْلُ: یَا أَهْلَ الْمَدِيْنَةِ! أَلَا تَأْخُذُوْنَ بِحَظِّکُمْ وَنَصِيْبِکُمْ مِّنَ الَجِهَادِ فِيْ سَبِيْلِ اللهِ؟ أَلَا تَرَونْ إِخْوَانَکُمْ مِّنْ أَهْلِ الشِّامِ، وَإِخْوَانِکُمْ مِّنْ أَهْلِ مِصْرَ، وَإِخْوَانِکُمْ مِّنْ أَهْلِ الْعِرَاقِ، وَوَاللهِ لَيَوْمٌ يِّعْمَلُهُ أَحَدُکُمْ وَهُوَ يُجَاهِدُ فِيْ سَبِيْلِ اللهِ خَيْرٌمِّنْ أَلْفِ يَوْمٍ يِّعْمَلُهُ فِيْ بَيْتِهِ صَآئِمًا لِّايُفْطِرُ، وَقَآئِمًا لَّايَفْتُرُ……. )
ابن عساکر له ابوغاديه مزني څخه روايت کوي هغه وايي چې: له عثمان بن عفان رضی الله عنه څخه مې واوريدل، هغه په منبر باندې په خطبه کې ويل: ای دمدينې خلکو! اياجهاد في سبيل الله کې خپل حصه اوبرخه نه آخلئ اياتاسې دشام او دعراق اومصراوسيدونکو ورونوته نه ګورئ؟
په الله قسم! له تاسونه چې څوک دالله په لاره کې يوه ورځ جهادکوي له هغو زرو ورځونه بهتردی چې پخپل کور کې پرله پسې روژې نيسي اونه يې ماتوي اومسلسل په لمانځه ولاړ وي اونه ستړی کيږي.
——
اخځلیکونه:
1 – النساء: ۹۵ـ ۹۶.
2 – اخرجه البخاری برقم: ۲۷۸۶ ومسلم برقم ۱۸۸۸
3 – شرح النوي صحيح مسلم: ۱۳/ ۳۴
4 – النساء : ۹۵.
5 – الصف : ۴
6 – اخرجه الترمذي : ۵/ ۸۵ والبيهقي فی السنن الکبری ۹/ ۱۵۹- ۱۶۰ والحاکم : ۲/ ۶۹ والحديث صحيح.
7 – البهقي فی السن الکبری : ۹/ ۵۹ والحدیث صحیح.
8 – اخرجه مسلم برقم : ۱۸۷۸.
9 – اخرجه البخاری برقم: ۲۷۸۵.