ستر دیني عالم، مولوي عبیدالله ایوبي وفات شو

کوټه (عزم: چهارشنبه، اسد۷،۹۴ل)

په ډېرخفګان سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د هېواد وتلی فقیهه ، دیني عالم ، مفسر او استاد کل شیخ الحدیث مولانا محمد عبیدالله ایوبي کندهاری د ورپيښې ناروغۍ له کبله وفات شو.

د ارواښاد شیخ ایوبي کندهاري کورنۍ ته نیږدې سرچینې وايي، چې نوموړی پرون ناوخته د ورپيښې ناروغۍ له کبله د کوټي ښار په یوه روغتون کې ساه ورکړې او جنازه به یې نن کندهار ښار ته ولېږدوله شي.

مرحوم مولانا عبیدالله ایوبي زموږ ټولنې ته د دیني علم د سلګونو زده کوونکو سربېره د تفسیر ایوبي په ګډون لسګونه دیني آثار  په پښتو او عربي ژبه پرېښودل.

د نوموړي تفسیر ، چې په تفسیر ایوبي مشهور دی او په ۱۹ ضخیمو ټوکونو کې یې لیکلی دی. همداراز یې د اسانه فقه په نوم یو بل پښتو کتاب او نور ګڼ چاپ او ناچاپ اثار زیات مینه وال لرل او د خلکو په وینا دا چې د ارواښاد مولانا ایوبي اقتصادي وضعه پياوړې وه؛ نو زیاتره کتابونه يې په خپل شخصي لګښت چاپول او تر خلکو رسول.

د هېواد دغه وتلی او جید عالم ،چې له سلو کالو څخه زیات عمر یې درلود، له تېرو څه باندې درې لسیزو راهیسې د بلوچستان ایالت د مرکز کوټې ښار په پښتون اباد سېمه کې استوګن و او د تدریس ، تصوف ، تألیف او ترجمې په چارو بوخت و.

د یادونې وړ ده، چې شیخ الحدیث او مفسر مرحوم مولانا محمد عبیدالله ایوبي کندهاري په هېواد کې دننه او د هجرت په دیار کې په سلهاوو شاګردان ، متعلقین او د آثارو لوستونکي لري.

په داسي حال کې چې عمر یې له سلو کلونو څخه اوښتی ؛ پرون ناوخته د ورپیښې اوږدې ناروغۍ له امله په حق ورسیدی . روح دې یې ښاد وي .

انا لله و انا الیه راجعون

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button