نيويارک ټايمز: طالبانو دافغانستان په شمالي ولايتونو کې دپام وړ پرمختګونه کړي

 

امريکايئ ورځپاڼې “نيويورك ټايمز” په خپل يوه راپور کې ويلي چې طالبانو پدې وروستيو ورځو کې دهيواد د شمال په درې ولايتونوکې ډيره زمکه له خپلې ولکې لاندې راوستې، په داسې وخت چې دکابل حکومت دغو لرې پرتو سيمو ته دکومکي ځواکونو د استولو لپاره لاهم په تياری نيولو بوخت دی.

نيورياک ټايمز کاږي چې په دغو جګړو کې له ۱۰۰ څخه زياتو افغان امنيتي ځواکونه طالبانو ته وسله په زمکه کيښوده، او دسرتيرو دتيښتې له امله په ډيرو پوستو کې دامنيتي ځواکونو شمير مخ په ښکته روان دی.

نيورياک ټايمز زياتوي: دطالبانو اوسنی ځواک له ځانګړي ارزښت څخه برخمن دی، ځکه طالبان په هغو شمالي سيمو کې پرمختګ کوي چې له اشغال وړاندې په نوي يمو لسيزو کې دطالبانو په ضد مقاومت له همدې ولايتونو څخه رهبري کيده.

نيورياک ټايمز مخکې وايې: طالب وسلوال وتوانيدل وروسته له هغه ددوشنبې په ماښام دافغانستان په شمال غرب کې دسرپل ولايت ته ننه وزي چې له لس ورځنيو جګړو وروسته ورته محلي پوليس تسليم شول.

نيورياک ټايمز ذکر کوي: چې طالبان ترهرکله د شمال دوهم ستر ښار قندوز ته ډير نږدې شوي، ځکه ددوشنبې په ماښام يې ددې ښار په لسهاو کلي له خپل واک لاندې راوستل.

نيورياک ټايمز دحکومتي مليشو د يوه قومندان ميرغلام له خولې نقل کوي: (چې داپريل مياشتې راهيسې دقندوز ښار دطالبانو لاس ته دلويدو له ګواښ سره مخ ده، ځکه طالبان ددغه ښار شاوخوا په ډير قوت سره راټول شوي دی.

نيويارک طالبانو ته دلسهاوو افغان امنيتي ځواکونو تسليمی دافغان دولت دجګړه اييزې ستراتيژۍ په ضعف تعبيروي او وايې چې دا لومړی ځل دی چې دومره ډير امنيتي ځواکونه طالبانو ته خپله وسله په زمکه ږدي.

 

خالد عزيز

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button