د معمر قذافي ځوی سيف الاسلام قذافي په  مرګ محکوم شو

FILE - In this Saturday, Nov. 19, 2011 file photo, Seif al-Islam is seen after his capture in the custody of revolutionary fighters in Zintan, Libya. Libya's official news agency says the imprisoned son of slain dictator Muammar Gaddafi has made his first appearance in a local court on charges of harming state security, attempting to escape prison and insulting the nation's new flag. (AP Photo/Ammar El-Darwish, File)
سيف الاسلام قذافي

طرابلس(عزم: چهارشنبه،۰۷ زمری ۹۴ ل) د ليبيا يوې محکمې ددغه هېواد دپخواني ولسمشر معمر قذافي ځوي سيف الاسلام قذافي په ۲۰۱۱ زيږديز کال کې د وسله وال ولسي بغاوت د راپورته کولو په تور په مرګ محکوم کړ.

تېره ورځ په طرابلس کې محکمې د ليبيا د استخباراتو د پخواني رئيس عبدالله السنوسي او پخواني لومړي وزير البغدادي المحمودي په ګډون د معمر قذافي د واکمنۍ په مهال اته تنه لوړ پوړي چارواکي په مرګ محکوم کړل.
د محکمې د مالوماتو له مخې په تورن کسان د وژنو،انسان تښتونو،چور او تالان، او د دولتي بوديجې د غلا کولو په جرم  په مرګ محکوم شوي دي.

سيف الاسلام قذافي د پريکړې پرمهال په محکمه کې نه مګر د لويديځ ښار الزنتان کې په زندان کې و،د نوموړو کسانو دوسيه تېرکال د اپرېل په مياشت کې پیل شوې وه.

د معمر قذافي د ځوی او نورو لوړ پوړو چاروکو په محاکمه  د بشري حقونو ادارو د ليبيا د دولت د مجرمينو په غياب کې په هغوی د پرېکړې کولو طریقه غندلې او ويلي يې دي چې تورن کسان بايد له خپلو وکيلانو  او اسنادو سره يوځای په محکمه کې موجود وای.

د يادونې وړ ده چې د ليبيا پخوانی ولسمشر معمر قذافي د ۲۰۱۱ زيږديز کال د اکتوبر په ۲۰ مه نېټه د يوه ولسي بغاوت په ترڅ کې ووژل شو او نظام يې سقوط وکړ.

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!