دپاکستان دلښکرجهنګوي ډلې د يو مشر په ګډون ۱۴ تنه ووژل شول

379268-malikishaqweb-1438144333-171-640x480

اسلام اباد(عزم،چهارشنبه،۰۷ زمری ۹۴ ل) د پاکستان د پنجاب ايالت د مظفر ګړ سيمې پوليسو رسنيو ته ويلي چې د يوې نښتې په ترڅ کې د لښکر جهنګوي يو مشر ملک اسحاق د خپلو دوه زامنو په ګډون د ۱۴ تنه وسله والو ملګرو سره وژل شوی دی.
په دغه نښته کې د پاکستان ۶ تنه امنيتي سرتيري هم ټپيان شوي دي.
ملک اسحق شپږ ورځې وړاندې د اتو کسانو دقتل په تور نېول شوی و.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې دپنجاب ايالت د مظفرګړه ولسوالۍ د شاه والا په سیمه کې دغه جګړه هغه مهال رامنځته شوه چې کله پاکستاني امنيتي سرتېرو نوموړی له ملتان څخه مظفر ګړ ته ددې له پاره انتقالاوه چې په سيمه کې ددوی پټنځای او نور ملګري ور په ګوته کړي،خو د شاوالا په سيمه کې د ملک اسحاق پلويانو په پوليسو بريد وکړ.
په وژل شويو کې د ملک اسحاق دوه زامن عثمان او حق نواز هم شامل دي.

د ټولو وژل شويو بريد کوونکو عمرونه د ۲۵ ـ۳۰ ترمنځ وو.

په جګړه کې د ملک اسحاق ۶ ملګري له سيمې څخه په تېښته بريالي شوي دي چې د هغوی د پيدا کولو له پاره په سيمه کې د پوليسو له لوري د پلټنې عمليات پيل شوي دي.
د سيمې د پوليسو په وينا په دغه جګړه کې له بريد کوونکو څخه ۳ کلاشينکوف،۱۲ تومانچې،۴۰۰ مرمۍ او څلور لاسي بمونه ترلاسه شوي.
پوليسو د وژل شويو وسله والو جسدونه په خپله ولکه کې اخيستې او د مظفر ګړ په دولتي روغتون کې يې ايښي دي.
د يادونې وړ ده چې لښکر جهنګوي د امريکا دبهرنيو چارو د وزات د نړيوالو ترورېستانو په ليست هم نوم درلود.

ملک اسحاق په ۱۹۹۷ کال کې د جوړ شوي ګوند لښکر جهنګوي له مهمو غړو څخه و چې ددغه ګوند له پاره يې ډېر کارونه کړي وو.
دغه ګوند چې د شيعه ګانو په خلاف له نورو ګوندونو څخه ډېر تېز دي تر دا مهاله يې په پاکستان کې ګن شمېر شيعه ګان له منځه وړي.
ملک اسحاق تر دې مخکې ډير وخت د پاکستان په زندانونو کې هم تېر کړی و چې په وروستي ځل په ۲۰۱۱ کال کې له زندان څخه خوشی شوی و.

په پاکستان کې تر دې مخکې هم د ياد ګوند ډېر غړي وژل شوي دي.

عبداللطيف نظيف

۔

Show More

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button