کندز کې دچاودنې له امله ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
کندز (عزم،چهارشنبه،۰۷ زمری،۹۴ ل) د کندز امنيتي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې نن سهار د چاودنې له امله ۱۳ تنه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندوز د امنيه قومندانۍ وياند سيد سرور حسيني رسنيو ته ويلي چې نن سهار شاوخوا ۹ بجې د کندوز د حوزوي روغتون مخې ته چاودنه شوې چې له امله يې دوه تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان شوي دي.
نوموړي وويل چې دغه بم په يو کورلا ډوله موټر کې ځای په ځای شوی و چې له چاوديدو سره يې دغه مرګ ژوبله رامنځته شوه.
حسيني وويل چې په دغه پيښه کې امنيتې سرتېرو ته کومه زيان نه دی اوښتی.
په وروستيو کې په هېواد کې اميتي پېښي زياتې شوي دي.
تراوسه د دې پېښې پړه چا پرغاړه نه دى اخيستې.
عبداللطيف نظيف