ولسمشرغني، ډارن پاچا که عادل پاچا ؟؟

لیکوال: پیاوړی ځواک
له کله نه چې د ولسمشرغني د ولسمشرۍ اوازې خپرې وې، د لومړۍ لیکې خبره یې عدالت وه. ده به له اوله په خورا ترنمي آواز او په خپله خدای ورکړې خچنه لحجه دا خبره دېکلمه کوله چې هېڅ افغان له بل افغان زیات نه دی او هېڅ افغان له بل افغان کم نه دی. خلکو به کله کله دغه خبره د باور تر سرحده بدرګه کوله، ځکه کله کله به بې کنټروله خندا او غیرارادي حرکتونه د ده له وجوده په غیر ارادي توګه راوتل.
د ده عدالت هغه وخت ښه مالوم شو چې کله یې په دویم پړاو کې په اصطلاح د هېواد له دویم کس عبدالله عبدالله سره د ارګ په ټنبله چوکۍ جنګونه پیل شول. د هېواد پیاوړو څېرو به همدا ورته ویل چې ستا دریځ ډېر روښانه دی، هغه دا چې د افغانستان په اساسي قانون کې په ښکاره لیکل شوي، څوک چې پنځوس سلنه جمع یو پوره کړي، د هېواد ولسمشر دی. ده خپل دغه دریځ نه شوی په ډاګه کولی. ډاریده، د عبدالله عبدالله له یوې ګواښوونکې خبرې سره به ۱۵ ساعته له شاک څخه نه راوتلو. په وروستیو کې یې دغه ډار تر دې کچې راورسېد چې په ښکاره یې چېغې وهلې چې ما ارګ ته دننه کړئ، نور نه د اساسي قانون پلي کول غواړم او نه ټول وزارتونه.
د ده دې پریکړې تر ده تاو علمي حلقه سخته ودردوله. د ده همدغه پریکړه د هېواد د ناورین او بربادۍ لپاره د بنسټ لومړۍ ډبره شوه او په دې سره ډېرو روڼ اندو له ده څخه لارې جدا کړې. دی په خپله ښه خوښ و، ځکه د ده آرمان یوازې او یوازې د ارګ څوکۍ وه نه د هېواد سمسورتیا او پیاوړتیا.
عدالت نور له ده تللی و، شاوخوا یې لنډغر وو. هر څه به یې چې ویل ده ته د منلو وړ و، حتی څو ځلې یې دوکه هم ورکړه. د لوړو زده کړو وزارت د ده په پچه رسېدلې و، خو همدا اوس یې مشري لنډغر کوي.
لنډغرو د ده په واسطه پښتنو ته د کندې ایستلو لارې چارې پیل کړې. د افغانانو لومړنی ولسمشر یې ترې پردی کړ، د پخواني حکومت په سیاست کې پاخه پښتانه یې په کور کېنول. لنډغرو ده ته ډاډ ورکړی چې د شمال ملېشې دې ساتي، له هېچا مه وېرېږه؛ دی ملامت نه دی ځکه ده د افغانستان تاریخ نه دی مطالعه کړی او دا یې هېر دي چې زموږ پخوانیو د قدرت خاوندانو چې کله په پردیو تکیه کړې، پایله یې څه وه.
د ده د حلقې ځینې پټ سترګي خو اوس هم په دې فکر کې دي چې غني عادل دی، دوی یې بېلګې د پوهنې د پخواني وزیر فاروق وردګ لپاره د کمیسیون ټاکل بولي؛ خو دوی ناخبره دي چې دغه عدالت یې د ډار له کبله دی او د ټلوالې لنډغرو په ښکاره الفاظو په همدې توګه ورته ویلي چې که د پښتنو دغه وتلی سیاسي لوبغاړی دې کمزوری کړ، بیا به دې ساتنه سل په سلو کې کره شي.
د ده حلقې ته وایم، که دی عادل وي؛ نو په ځینو وزارتونو کې د پچو تر تړونونو هم غلاوې وشوې. معلم صاحب عطا په ښکاره وویل چې د ده د ښي مټ وزیر معصوم ستانکزی د برهان الدین رباني قاتل دی، خو دی پټه خوله دی له ډاره هېڅ غږ نشي کولی. عبدالله عبدالله د پښتنو ټول قوم ته د (ګوسفندانو) کلیمه استعمال کړه، خو دی له ډاره چوپه خوله دی. په عبدالباري جهاني باندې د متعصب نوم کېښودل شو، ده یې په وړاندې غوږ هم ونه ګرولو او په سلګونو داسې نور…
اوس نو قضاوت تاسو وکړئ چې ولسمشرغني عادل پاچا دی، که ډارن پاچا؟ آیا ده هغه شعار عملي کړی چې هېڅ افغان له بل کم نه دی، او هېڅ افغان له بل زیات؟
وما علینا الابلاغ