قاري یوسف احمدي :  نوزاد ولسوالي مو نیولي ، اوس د موسی کلا پر لور روان یو

هلمند (عزم،چهارشنبه،۰۷ زمری،۹۴ ل)  

د طالبانو ویاند قاري محمدیوسف احمدي رسنیو ته په لیږلي شوي خبرپاڼه کې ادعاء کړي چې طالبانو د هلمند د نوزاد ولسوالۍ مرکز ، پی آر ټي ، او خواوشا پوستې ټولي په مکمل ډول نیولي دي .

نوموړی زیاتوي چې نن مازدیګردهلمند ولایت نوزاد ولسوالۍ له ټولو پوستو، قومندانۍ، پي آرټي او ماموریت سره په ټولیزه توګه فتح شوه، مجاهدين پرمخ روان دي.

د نوموړي په وینا :  د جګړې پر میدان له دښمن څخه پریمانه وسلې، موټر، مهمات او نظامي توکي په غنیمت نیول شوي، د دښمن د عسکرو او پولیسو ګڼ مړي په سیمه کې پراته پاتې دي.

قاري یوسف وایی چې له نوزاد څخه تښتېدونکي قوه د موسي کلا او ګرشک ولسواليو ترمنځ د مجاهدینو په کمین کې راګيرده چې ممکن ټوله قوه یاونیول شي اویا له منځه لاړه شي.

د طالبانو د دې ادعاء په اړه حکومتي سرچینو تر دا مهاله څه نه دي ویلي ، البته د سیمي اوسیدونکو عزم ته تائید کړي چې د نوزاد ولسوالۍ پر مرکز اوس د طالبانو بیرغ رپیږي او دولتی عسکر په سیمه کې نشته یوازي طالبان ترسترګو کیږي .

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button