سوله ملي پروسه ده د پردیو په لاسونو نه راځي؟!!

د الاماره ویب پاڼې اونیزه تبصره

تر لمر روښانه ده چې په سوله کې ډېر خیرونه، ګټي او ښیګڼي شتون لري، سوله د فساد، اختلافاتو او جګړو د له منځه وړو مهمه ذریعه ده، سوله د افرادو، ټولنو او ولسونو د ارام او هوسا ژوند لپاره د چاپیریال په رامنځته کولو کې مهم رول لوبوي، دا سوله ده چې انسان ته د دواړو جهانو د سعادت او نیکمرغۍ – چې په اخلاص او سالم زړه د سکون او فراغ په فضا کې د حقیقي مالک الله جل  جلاله په طاعت او بندګي کې نغښتیده- زمینه برابروي، ځکه الله جل وعلا فرمایې: {وَالصُّلْحُ خَيْرٌ}. (النساء- ۱۲۸). ژباړه: او سوله ‌ډېره غوره ده.

 

مونږ باور لرو چې سوله د خپلو زړه راښکونکو پایلو او اثراتو تر څنګ شرائط او موانع لري، که رعایت یې ونشي نو نتیجه به یې خامخا معکوسه وي، د سولې لومړی شرط د الله جل  جلاله کتاب او نبوي لار ښوونو ته مراجعه ده، هغه سوله چې د اسلامي شریعت د حکمونو خلاف وي مردوده او ناجائز ده، زمونږ مسلمان ولس ته هم د منلو نده، الله عز وجل فرمایلي دي: {فَإِنْ تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ إِنْ كُنْتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ}. (النساء-۵۹)

 

ژباړه: که مو په هر څه کې تر منځ اختلاف راپورته شو، نو الله ( کتاب الله ) او رسول ( سنة الرسول ) ته یې راجع  کړئ‎، که په الله او د آخرت په ورځ ایمان لرئ!

 

او رسول الله صلی الله علیه  وسلم ویلي دي: (الصُّلْحُ جَائِزٌ بَيْنَ المُسْلِمِينَ إلاَّ صُلْحاً حَرَّمَ حَلاَلاً أوْ أحَلَّ حَرَاماً ؛ والمُسْلِمُونَ عَلَى شُرُوطِهِمْ إلاَّ شَرْطاً حَرَّمَ حَلاَلاً أوْ أحَلَّ حَرَاماً). رواه الترمذي، وقال: حسن صحيح.

 

ژباړه: د مسلمانانو تر منځ سوله روا ده، خو هغه سوله نه ده روا چې حلال حراموي، یا حرام حلالوي، او مسلمانان باید خپلو شرطونو ته ژمن اوسي، خو هغه شرط ته نه چې حلال حراموي، یا حرام حلالوي.

 

د سولي دوهم شرط د متخاصمینو تراضي ده، هغه سوله چې ترشا یې اکراه یا بهرني فشارونه حکم فرما وي قابل قبول نه ده، ځکه سوله د هغو عقودو څخه ده چې د طرفینو تراضي په کې شرط ده ؛ د سولي دریم شرط د منځګړو صادقانه رول، اخلاص او د اصلاح اراده ده، که منځګړي د خپلو ګټو په تلاش کې وي، خپل منافع تعقیبوي هغوی د سولي لپاره خنډ جوړیږي او که د اسلامي ورورولۍ په خاطر د سولې په لاره کې هلي ځلي کوي، د الله تعالی رضا او د مسلمانانو د ستونزو حل یې مقصد وي نو الله پاک سوله راولي، الله پاک د کورني اختلاف په اړه وایې: {إِنْ يُرِيدَا إِصْلَاحًا يُوَفِّقِ اللَّهُ بَيْنَهُمَا}. (النساء- ۳۵)

 

ژباړه: که دوی دواړه ( خاوند او مېرمن ) د سولې ارادې ولري، الله جل جلاله  دواړو ته توفیق ور کوي.

 

په عام ډول د سولې په وړاندې لوی خنډ د ظلم او اشغال دوام دی، که د ظالم لاس لنډ نکړل شي او اشغالګر له هیواد ونشړل سي نو سوله به امکان ونلري، ځکه سوله د عدالت یوه څانګه ده، د ظلم په شتون کې نشي راتلای، د اشغالګرو او زورواکانو دا فکر چې د ظلم د دوام سره سره به دوی په امن او سوله کې ژوند وکړي صرف غرور او خیال دی.

 

د سولي دوهم مانع د ظالمانو غباوت او ناپوهي ده، هغوی د سولې په هکله د جهل مرکب په مرض مبتلی دي، د سولې په هکله ناسم تصور لري، سوله د سولې په ضد استعمالوي، جګړو او زور کارونې ته سوله وایي، جګړه مار پوځ ته د سولي پوځ وایې، فکر کوي چې زور او زیاتۍ سوله راوستلای شي.

 

دریم لوی مانع د سولي په پروسه کې دوکه ماري، د صداقت او ژمنتیا نه شتون او ټګي برګي ده، له څو کلونو راهیسې اشغالګر او د کابل اداره د سولې نغارې وهي خو سوله نه غواړي، د نړیوالو او افغان ولس په سترګو کې خاورې شیندي، د جګړییز تاکتیک په توګه کار ځیني اخلي، بل هدف یې د مجاهدینو ویشل او د ذات البیني اختلافاتو راټوکول او وده ورکول دي، مطلب: سوله صرف د تبلیغاتي موخو او پروپاګند لپاره کاروي.

 

ځینې کړۍ بیا غواړي د خپلو ګټو د تامین په موخه سوله د خپل اصلي مسیر نه واړوي، د تلپاتې سولې اصلي پروسه سبوتاژ کړي او د افغان ولس هیلي د خاورو سره خاوري کړي.

 

ټول پوهیږي چې د سولي هدف او غایه په خلکو کې د اتفاق او اتحاد روحیه پیدا کول دي، تر څو ټولنه د اضطراب او تشنج نه د امان او اطمئنان خوا ته راوستل شي، ولس د دوستۍ او محبت طرف ته سوق کړل شي او په هیواد کې د عدالت په مرسته د ظلم او انتقام اسباب له منځه یووړل شي، د امن او استقرار فضا حاکمه شي نزاعات، دښمنۍ او خصومات خپل ځای تلپاتي سولي او ثبات ته پریږدي، دا هغه څه دي چې افغانان یې په خپله د مستقیمو تماسونو په مرسته تامینولای شي، نه د پردویو په لاس. والله الموفق

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button