په رومانیا کې غبرګونو چاودنو تر ۶۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله
عزم(دوشنبه، د وږي اوومه، ۱۴۰۲): د سي اېن اېن له لوري په خپاره شوي راپور کې ویل شوي چې د رومانیا په پلازمېنې بخارست کې دوو چاودونو دوه کسان ووژل او ۵۷ نور یې ټپيان کړل.
د راپورنو له مخې په ټپیانو کې ۳۹ تنه د اوروژنې ماموران او ۴ پولیس دي.
په خبر کې راځي چې چاودنه د بخارست په ختیځ کې د تېلو په یوه پمپ کې رامنځته شوې. د پولیسو تازه موندې ښيي چې د ګازو او تېلو دې پمپ د فعالیت جواز نه درلود، نو ځکه یې په اړه پوښتنې پیدا شوي.
د رومانیا ولسمشر کلاوس یوهانیس پر یاده پېښه خپګان ښودلی او د قربانیانو له کورنیو سره یې خپله خواخوږي ښودلې. ولسمشر کلاوس پرامنیتي ځواکونو امر کړی چې په پېښه کې ټول لاس لرونکي ونیسي.