د افغانستان په اړه د «مسکو فارمټ» غونډه په مسکو کې پیل شوه

عزم: (جمعه، د تلې۷، ۱۴۰۲):
د روسیې په کازان ښار کې د افغانستان په تړاو د مسکو فارمټ غونډه چې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي هم په کې ګډون لري، پيل شوه. د بهرنيو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاءاحمد تکل پر اېکسپاڼه لیکلي چې امیرخان متقي په یاده غونډه کې د ګډون لپاره د روسیې د تاتارستان مرکز کازان ښار ته رسېدلی دی.
د مسکو فارمت غونډه په ۲۰۱۷ زېږدیز کال کې په افغانستان کې د ملي پخلاینې بهیر د پر مخ وړلو په موخه رامنځته شوه، په دغه فارمټ کې افغانستان، روسیه، هند، ایران، قزاقستان، قرغیزستان، چین، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان شامل دي. د مسکو فارمټ وروستۍ غونډه تېر کال په نومبر میاشت کې جوړه شوې وه خو له افغانستانه څوک نه وو وربلل شوي، خو سږ کال د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی ور بلل شوی دی. د تاس په نوم یوې روسي رسنۍ پرون د افغانستان لپاره د دغه هېواد د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له قوله خبر ورکړی و چې که افغان چارواکي د ټولګډونه حکومت جوړېدو په تړاو د نړیوالو غوښتنې ځواب کړي، ممکن روسیه یې په رسمیت وپېژني.