طالبانو په خپل صف کې دماشومانو داستخدام ګنګوسې رد کړې

په انځور کې دهلمند په سستاني کې یوه اربکۍ له خپلو ساتونکو سره ښکاري
په انځور کې دهلمند په سستاني کې یوه اربکۍ له خپلو ساتونکو سره ښکاري

دطالبانو دویاند ذبیح الله مجاهد له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي  چې دوی هغه تورونه چې ګواکي په صف کې یې ماشومان استخدام کیږي او دسرتیرو بریدونو په کارولو کې ګټه ورڅخه اخیستل کیږي په کلکه ردوي او وایي چې دا د« دښمن» پروپاګند دی
دقوس په ۷ پژواک خبري آژانس دیوه ۱۲ کلن ماشوم ویډيو نشر کړه او پکي ویلي یې وو چې یاد ماشوم په فاریاب کې دخپلي کورنۍ له لوري په طالبانو باندي د۷ لکه افغانیو په بدل کې پلورل شوی وو .
ویډيو کې ماشوم کیسه کوي چې پلار یې په طالبانو داوه لکه افغانیو په بدل کې پلورلی وو .

Capture.PNGبیسبیسبیس
دقوس په ۷ پژواک خبري آژانس دیوه ۱۲ کلن ماشوم ویډيو نشر کړه او پکي ویلي یې وو چې یاد ماشوم په فاریاب کې دخپلي کورنۍ له لوري په طالبانو باندي د۷ لکه افغانیو په بدل کې پلورل شوی وو .

بل پلو دملګرو ملتونو دسازمان په ګډون ځینو نړیوالو سازمانونو په افغان حکومت په بانډي څو ځله نیوکي کړي دي چې دامنیتي ځواکونو په لیکوکې ماشومان استخداموي .
ملګرو ملتونو تیرکال په یوه راپور کې ویلي وو چې : چې دغه ماشومان یا عملاً په جګړو کې ښکیل دي او یا هم د جګړو په لومړیو کرښو کې د پوځیانو د خدمتګارانو په توګه دنده تر سره کوي.

د ذبیح الله مجاهد مجاهد له لوري خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې له شرعي پلوه په «جهادي» صف کې دماشومانو اوسول منعه دي

دی استدلال کوي چې دسرتیرو بریدونو لپاره یې لوی روزل شوي کسان په کلونو انتظار کوي نو ماشومانو ته خو بالکل اجازه نشته
دیادوني وړ ده چې دطالبانو نوي مشر ملا اختر محمد منصور هم په خپل وروستي غږیز پیغام کې خپلو جنګیالو ته امر کړی وو چې خپل صفونه له ماشومانو پاک کړي او ماشومان باید دجګړې په ځای سبق او دمور او پلار خدمت وکړي

na-baligh-arbaki
دملګرو ملتونو دسازمان په ګډون ځینو نړیوالو سازمانونو په افغان حکومت په بانډي څو ځله نیوکي کړي دي چې دامنیتي ځواکونو په لیکوکې ماشومان استخداموي .

ذبیح الله مجاهد دخبر پاڼي په وروستۍ برخه کې وایي چې :
د دښمن صفوف خصوصا داربکیانو ډلې ټولې له ماشومانو څخه ډکې دي چې په دې اړه ډير شواهد هم نشر شوي او ملت يې هم دسر په سترګو ويني.

جاوید احمد

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button