Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

د ماشوم روزني څو اصول!

1- ماشوم دې دروغژن دی؛ ځکه ته د هر شي حساب او هر شي باره کې پوښتنې ورنه کوې.

2- ماشوم دې پر ځان باور نه لري؛ ځکه ته یې نه هڅوې.

3- ماشوم دې کمې خبرې کوي؛ ځکه ته خبرې نه ورسره کوې.

4- ماشوم دې غلا کوي؛ ځکه ته نه د ورکړې فن ورښیې او نه یې مهمې اړتیاوې پوره کوې.

5- ماشوم دې ډارن دی؛ ځکه د هغه د دفاع دنده ټوله تا په غاړه اخیستې ده.

6- ماشوم دې د خلکو احترام نه کويِ؛ ځکه ته د خپل ماشوم احترام نه کوې.

7- ماشوم دې هر وخت غوسه یي؛ ځکه ته د هغه وړتیاوې او ښه کارونه نه ستایې.

8- ماشوم دې بخیل دی؛ ځکه تاله هغه نه لاس نیولی او له لورېینو دې محروم کړی.

9- ماشوم دې پر نورو تېری کوي؛ ځکه ته پخپله سرزوری او له هر څه سره په سختي چلند کوې.

10- ماشوم دې ضعیف او کمزوری دی؛ ځکه ته یې هر وخت تهدیدوې او ترټې.

11- ماشوم دې خبره نه مني؛ ځکه ستا غوښتنې او امرونه زیات دي.

12- ماشوم دې تنګوي؛ ځکه ته مینه نه ورسره کوې او نه یې په غېږ کې نیسې.

13- ماشوم دې ښکنځلمار دی؛ ځکه ستا نه یې زده کړې دي …

14- ماشوم دې ضدي دی؛ ځکه ته په دې فکر یې “چې دب نه یي ادب نشته”.

حامد افغان

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button