د ننګرهار د والي فرهنګي سلاکار په وسله وال برید کې وژل شوی

عزم : (شنبه، سلواغې ۱۰مه، ۱۳۹۴ ل): په ننګر هار کې چارواکي وایي د ننګر هار د والي فرهنګي سلاکار او د ملي راډیو تلویزیون کارکوونکی محمد زبیر خاکسار بیګاه ماښام ، اته نیمې بجې په یو وسله وال برید کې ووژل شو.
د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼی وایي، د سره رود ولسوالۍ اړوند د خرکارانو سیمه کې د والي فرهنګي سلاکار محمد زبیر خاکسار په یو وسله وال برید کې وژل شوی.
د ننګرهار والي سلیم کندوزي د زبیرخاکسار په وژل کیدو ژوره خواشینی څرګنده کړه.
زبير خاکسار د ولسمشر اشرف غني د کمپاين پر مهال د هغه کلک ملاتړی و او له نږدې ۲۵ کالونو راهيسې يې په ملي راديو تلويزيون کې دنده ترسره کوله.
د زبیرخاکستار د وژل کیدو مسوولیت تر دامهاله کومې وسله والې ډلې ندی منلی
اصف اففان
Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button