ایران د سوریې جګړې ته په زوره افغانان استوي

عزم : (شنبه، سلواغې ۱۰مه، ۱۳۹۴ ل): د بشري حقوقو نړیواله ټولنه وایي له ۲۰۱۳ کال راپه دیخوا ، ایران هغه هزاره افغانان په زور جکړي ته استوي چې ایران کې میشت دي.
تېره ورځ د بشري حقوقو نړیوالې ټولنې په کلني خپور شوي راپور کې وویل چې ۲۰ افغانانو سره یې له نیږ دې مرکې کړي او ویلي یې دي چې مونږ ایران کې ژوند کوو.
خبر وایي، د ایران حکومت د اوسیدلو قانوني اسنادو په بدل کې د بشارالاسد په ملاتړ دجګړې له پاره افغانان سوریې ته استوی.
د بشري حقوقو نړیوالې ټولنې په خپور شوي راپور کې ویل شوي چې له ۲۰ زیاتو افغانانو ورته ویلي سوریې ته ایران په زور جکړې ته لیږلي یو.
کومو افغانانو چې سوریې ته د جکړې لپاره د تګ نه انکار کړی د ایران حکومت افغانستان ته شړلي.
وایي ، د ایران سپاه پاسداران له لوري افغانان ګواښل کیږي ، جکړې ته لیږل کیږي .
د بشري حقوقو نړیوالې ټولنې چارواکو ویلي، په ایران کې میشت افغانان جکړې ته هڅول شوي ندي بلکې ګواښل شوي.
په ایران کې ډېر افغانان هزاره ګان دي او تعداد یې ۹۵۰ زرو ته رسیږي.
اصف افغان

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button