Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

اته پنځوسمه فی البدیهه مشاعره!

ترتیب او را ټولونه ؛ محمدحسن (جهادي عمري)

پۀ اونیزه فی البدیهه مشاعره کې د شاعرانو شریک شوي بیتونه!

نیټه: ۱۲/رجب/۱۴۴۵

د (اسلامي ادب ګلبڼ) تر سر لیک لاندې؛ پۀ یوۀ شاعرانه محفل کې یوه لۀ ښکلا ډکه مشاعره تر سره شوه! چې انتخابي بیتونه یې لاندې راوړل شوي دي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بیت!
هسـې رنګ د دې عـالــمـه تنها خوښ يم
چې مدام لکه وحشي په سارا خوښ يم
کاظم خان شېدا
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ټوله شپه مې د دردو پۀ غوغا خوښ يم
دا ستا نوم اخلي د زړۀ پۀ درزا خوښ يم
بشارت روحاني

هوسۍ سترګې مې څه تورو غرو پنا کړې
خالي جېبه! څه مې خوښ و د چا خوښ يم
محمد الله درد

صحت راکړلو ځواب دنیا لا مخکې
نهیلی له خپل پردي نه بوډا خوښ یم
استاد فضل ولي ناګار

خدای زما د صبر سخت امتحان اخلي
مخامخ ورته د تورې بلا خوښ یم
عبدالمجید پل

ستا له بندې دروازې نه صدقه شم
ستا له دره تللی زه بېنوا خوښ یم
اجل احمدزی

مستغني يې له شاهانو د دنيا کړم
د ملنګ په يوه مسته دعا خوښ يم
پیر محمد کاروان

چې د مینې اثر نه لري په ځان کې
له دې خلکو نه هر ګوره جدا خوښ یم
ابراهیم همکار

په بدل د زړه په تشه موسکا خوښ یم
زه شرر په ډېره لږه سودا خوښ یم
شرر ساپی

په تېرو – تېرو خبرو خپه کېږم
ما که غواړې نو په نرمه وینا خوښ یم
خالد احسان

ګوندي بيا دې توري زلفې په نڅا کړي
چې ګزر ته ستا پر لور د هوا خوښ يم.
مل غني خېل

هسې نه! خامې وعدې را ځینې وه شي
نن مې مه غږوه یاره بلها خوښ یم
عصمت الله عاصم

نوره ټوله دنیا ګۍ دې راته شا کړي
تر دې لوی امتیاز نشته چې ستا خوښ یم
ګل رحمن رحماني

ګرځوم کچکول په غاړه ستا د مينې
د رخسار په يو ديدار دې ګدا خوښ يم
عبدالقديم نظام

اباسین یمه له خپله شوره تنګ یم
زه له خپل ځانه خفه یم، له تا خوښ یم
بهار عیار

چې رنګونه ښایستونه ورته مات دي
زه دې ځکه په بې مثله ښکلا خوښ یم
هاشم ذاکر مهاجر

ما د ژوند په لاره ډېرې منډې وکړې
چې پيدا يم په ژړا، په ژړا خوښ يم
وارث انځور

ښايي و رسم د چا د زلفو ول ته
لکه ګل تک و تنها په بېديا خوښ يم
پیر محمد کاروان

قیامتونه دې په چیغه کې پراته دي
اسرافیله ستا په لویه چوپتیا خوښ یم
راشد کامران

د حریت د لمر لمانځنه په مسکا کړم
خوله مې نه ټولیږي شین له خندا خوښ یم
صبغت الله مدبر

زه بری په حق کې وينم پري ولاړ يم
باک مي نشته د چا خوښ او که نا خوښ يم
صديق الله مشال

چې د (انتم الاعلون) تاج یې په سر دی.
د ملت په دې وقار او بقا خوښ یم
بلال کریمي

په زړګي باندې مې يو الله خبر دی
مجبورۍ نه درته وايم بارا خوښ يم
طالب جان مروت

له سراب تږی په سوې بيديا خوښ يم
د فرېب له خندا زه په ژړا خوښ يم
شهزاده شيرين زوی

ستا له څو رنګه رنګونو مې زړه موړ دی
په خپل یو رنګه، کم رنګه ښکلا خوښ یم
ثناءالله معصوم

وخت تېر شوی ارادو مې ځان خوړلی
نه درګورم که هر څومره دتا خوښ یم.
وکیل احمد متوکل

له همخونو، لارویو نه بېزار یم
لېونتوبه! همسفره! له تا خوښ یم
جهادي عمري

چې زما قدرُ قیمت ورسره نۀ وي
زه له دغسې اشنا نه جدا خوښ یم
احمد غازي

د شتمن تر لوړ پوړيزو ودانيو
د غربت په نړېدلې کلا خوښ يم
ساجد غزنوي

چې یې کېش و مات په ډکه خندا راکړ
چې صنم دومره هوښیار شو بلها خوښ یم
سائل وصال

زه د خپل وجود مستي غیږ کې اخستی
د سوما په څیر په هره بیدیا خوښ یم
عبدالرحمن غضري

که د یار د زړه له تخته کښته کېږم
بیا تر هرې پاچاهي په ګدا خوښ یم
سید محمد صدیق

سوداګر نه يم خو ستا په تورو سترګو
درکومه زړه په دغه سودا خوښ يم
پیر محمد کاروان

د دلبرو دلداري ته مې زړه کیږي
یارانه کې په ژړا او خندا خوښ یم
حسیني مختار

یار که هر څومره په ما جور او جفا کړي
د پی مخو معشوقو په اداء خوښ یم
الشیخ عزیز الله مظهري

عشق او مینه کې مزل او منزل خاورې
ښه پریمانه ګمنامي ده او بیا خوښ یم
سایل پاشا

نفس پړ کړی یم عظیمه دوښمني ده
خو په اصل کې زه هم په تقوا خوښ یم
وحیدالله وحیدي

د ریأ او نمایش له عبادته
د رښتینې عشق په زونګ او دریا خوښ یم
دانش ملنګ

د ژړا بانه مې جوړه شوه الله ته
کۀ خفه هم یم، په خپله ګناه خوښ یم
نسیم ایثار

د تزوير اخلاص دې خداى راڅخه واخلي
له همدې اخلاصه سم په ريا خوښ يم
محمد صادق طارق

ستا د شوخ نظر، په شوخه ادا خوښ یم
ګناهګار یم، چې په دې ناروا خوښ یم!
جهادي عمري

ډوبېدل غواړي د سترګو سمندر کې
زړه خوی کبی وايي بس په دريا خوښ يم
شهزاده شيرين زوی

ستا د هرې فیصلې به تابعدار یم!
زه دا ستا په دې صفا اقتدا خوښ یم
اکرام الله پرهېز

داغ د عشق مې د خپل ژوند پۀ لمن غواړم
پۀ تمام جهان پۀ نوم دې رسوا خوښ يم
بشارت روحاني

پل په پل، هره ګړۍ دې له غم مرمه!
مرم دې مرم دې، بس په دغه سزا خوښ یم
مفکر رښتین

ستا وفا وي، که جفا وي، پروا نسته!
لیونی لکه مجنون د صحرا خوښ یم.
زاهد مل

غریو نیولی نانواتي درته راغلم
خدایه! تاته همیشه په ژړا خوښ یم
سید اکبر عفان

چې د یار وغلامي ته مې نسبت وي
بې توپیره په وفا او جفا خوښ یم
حسیني مختار

تر دنیا او مافیها راته مطلوب دی!
زه یې دید ته تر فردوس او مأوا خوښ یم.
عبدالغني وفا

مخامخ که راته هرڅه – هرڅه وایي
زه پوهیږم چې فنا د اشنا خوښ یم
محمدآغا حیدري

د یار غم کړم لېونی د بیابان زۀ
په خپل ځان پورې په خپله خندا خوښ یم
فاروقي خپلواک

د غمجنو ملګرتیا مې د زړه راز دی
له بې دردو نه سل ځله تنها خوښ یم
ابراهیم همکار

زه له ځانه یم پرېوتی ستا لپاره
ته خو پل را باندې مه ږده که ستا خوښ یم
عبدالمجید پل

خوند د هاړ د سرو غرمو له تاوه اخلم
د راتلو په انتظار دې اشنا خوښ یم
اجل احمدزی

په مجلس کې مې د راز خبره وکړه
راته ووایه په هره سزا خوښ یم،
راشد کامران

ښایستونه او رنګونه در واري شه
شمائلو کې دې غرق او فناه خوښ یم
سیف صدیق

ستا په زلفو کې د ځای په انتظار کې
لکه ګل په ژړېدونکې خندا خوښ یم
نسیم ایثار

چې مې یار د رقيبانو مخکې خاندي
داسې کلي نه پناه په بيديا خوښ یم
نجیب الله حنیف

ستا د زلفو د ځنګل په توره شپه کې
ستا د سترګو له دې تورې بلا خوښ یم
خالد ریحان ببری

د بېلتون له سرو اورونو فناګېر شوم
ته راغلې یې نو ځکه اشنا خوښ یم
کریم سلطاني

ستا يادونه ستا تصوير پکي تازه شي،
باور وکه تر خندا په ژړا خوش يم
عبدالرحمن معتصم

ستا په څنګ کې مې د زړه درزا زیاتیږي
په دې اوږد سفر کې یاره بې تا خوښ یم
امین زرګر

آذیته! د لالي تغافل څه دی؟
چې دا زه ولې په زړه کې په دا خوښ یم؟
بهار عیار

دانځر دګل په څیر وای غلی شوی                               ستاپه سترګو کي ښکاره او نما خوښ یم
عتیق الله ممتاز

د سنځلو نه د زلفو خوشبو راغله
د چنار په څانګو زانګمه بيا خوښ يم
پیر محمد کاروان

چې ورګورم لکه ستوري راته خاندي
د چا سترګو ته له ټولې دنیا خوښ یم
نوراني تڼېوال

چې یې مینه کې نږدې شمه بادار ته
زه په داسې مقدسه ګنا خوښ یم
تسل منیب

راز د مینې مې ترعرشه رسېدلی
لکه شمه په لمبو کې بلها خوښ یم
رحمت الله ګرم

ځنګوي مې د غمونو په ځانګو کې
ځه له درده، ده درد منې دنیا خوښ یم
سباون ریحان

دا زندان دی او هغه راته جنت دی
زه مې ځکه په بقا او پنا خوښ يم
ترابي تګابی

ته راځي شې، زه راضي یم زما ربه!
زه بنده دې ربه ستا په رضا خوښ یم
وفیق اشنا

ستا د موسکو اننګو نه په دا خوښ يم
له خوښۍ مې ژړوي په ژړا خوښ يم
پیر محمد کاروان

پای.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button