د خارجه وزارت د تشریفاتو مشر، د ناڅرګندو وسلوالو په برید کې و وژل شو
عزم/ د افغانستان د باندنیو چارو وزارت د تشریفاتو ریاست دملاقاتونو د برخې مسؤل عزیز غنی تیره ورځ دبلخ ولایت په مرکز مزار شریف کې د ناڅرګندو وسلوالو په برید کې ووژل شو.
د مزار شریف د امنیت آمر عبدالرزاق قادري رسنیو ته ویلي، ښاغلی عزیز غنی په خپل موټر کې سپور وو چې د مزارشریف د اوومې امنیتې حوزې په مربوطاتو کې د ناپیژانو وسلوالو لخوا تربرید لاندې راغي او ځاي پر ځاي ووژل شو. د نوموړي زیاتوي وسلوال کسان له پیښې وروسته په تېښته بریالي شوي دي خو دپولیسو لخوایې تعقیب روان دي.
د عزیز غنی د خپلوانو له جملې نه یوه تن رسنیو ته ویلي، نوموړی پنځه مرمۍ په سر کې لګیدلی او ځاي پرځای وژل شوی وو،د سرچینې په قول دبرید په وخت کې نوموړی په موټر کې یوزاي ناست وو.
تر دې مهال دبرید مسؤلیت هیچا په غاړه نه دی اخیستی.
عزیز غنی د بلخ د والي عطا محمد نور د خور زوي دي چې تر دې وړاندې د قزاقستان په هیواد کې د افغانستان دسفارت کارمند وو، له تیرو دریو کالو راهیسې دوزارت خارجه د ملاقاتونو دبرخې مسول پاته شوی.
احمد بشار