یمن، سلګونه حوثیان وژل شوي او ژوندي نیول شوي
دعرب ائتلاف دبمباري او دقبائلو دبریدونو په ترڅ کي سلګونه حوثیان وژل شوي او ژوندي نیول شوي دي.
راپورونه وايي، چي په شبوة ولایت کي دقبائلو او حوثیانو ترمنځ دجګړوپه ترڅ کي ۵۰ حوثیان وژل شوي او تر۶۰ زیات ژوندي نيول شوي دي.
سیمه ييزو رسنیو خبر ورکړی، چي په عدن کي دحوثیانو او دمنصورهادي دوسله والو ترمنځ په جګړو کي ۱۲ حوثیان وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان شوي دي.
یوه قبائلي مشر جمال بن عطاف خبر ورکړی، چي ددوی وسله والو په عدن او لحج کي تر۱۰۰ زیات حوثیان ژوندي نیولي دي.
راپورونه وايي، چي په بیضاء او مارب ولایتونو کي هم له حوثیانو سره سختي جګړې رواني دي، چي لسګونه حوثیان پکي ټپیان اووژل شوي دي.
په یوه تازه خبر کي ویل شوي، چي په مارب کي دسعودي عربستان یوه جنګي الوتکه نسکوره کړای شوې ده، ویل شوي، چي دغه الوتکه په توغندي ویشتل شوې ده او نسکوره شوې ده، خو تراوسه دسعودي چارواکو په دې اړه څه ویلي نه دي.
ورکړل شوي راپورونه وايي، چي اوس مهال عرب ائتلاف په حوثیانو خپل بریدونه درولي دي، ترڅو سلګونه پاکستاني وګړي له یمن څخه را وايستل شي.
دعرب ائتلاف دعملیاتو ویانداحمدالعسيري ویلي،چي دحوثیانو په ضد دوی خپل عملیات په ډیر بریاليتوب سره په مخ بیايي اودحوثیانو ځواک يې ورختم کړی دی.
قبائلي سرچينو خبر ورکړی، چي حوثیانو دعرب ائتلاف دعملیاتو له ویري عام وګړي دسپر په توګه کاروي او خپل مرکزونه یې خوشي کړي دي.
عادل خپلواک