دغور پولیسو دملي تلویزون یوخبريال وهلی
دغور ولایت پولیسو دملي تلويزون يوځايي خبریال میراحمدمدقق سخت وهلی دی.
دملي تلويزون رئیس علاءالدین محمدي ویلي،چي تیره ورځ پولیسو مدقق وروسته ترهغه وواهو،چي يو راپور يې جوړاوو.
دمحمدي په خبره،چي دغور په مرکز کي پولیسو په خپل تیزرفتاره رنجر یو ملکي موټر وواهو او هغه يې زیانمن کړ، چي مدقق غوښتل دپيښي عکاسي وکړي او راپور پرې جوړ کړي، چي دپولیسو له لوري سخت ووهل شو.
نوموړي ویلي، چي یوه تن چي غوښتل دپولیسو له وهلو څخه مدقق خلاص کړي، هغه هم دپولیسو له لوري سخت ووهل شو، چي پوزه پرې ماته شوه.
دغور خبریالانو ویلي،چي دا لومړی ځل نه دی،چي پولیس او چارواکي خبریالان او ولسي وګړي وهي، بلکه تر دې وړاندي هم څو ځله دپولیسو له لوري له خلکو او خبریالانوسره ناوړه چلند شوی دی.
دیادوني وړ ده، چي دوه ورځي وړاندي هم په زابل ولایت کي دازادو رسنیو دټولني مشر احمدولی سرحدي دپولیسو له لوري سخت ووهل شو، چي پښتۍ، پښه او غاښونه يې ورمات کړل.
عادل خپلواک