د کرکټ بریا ته د افغان ماشومانو او ځوانانو له غبرګونه درس

خط اول
سپورټ یا ورزش پولې نه مني بلکې پولې له منځه وړي. په یوه میدان کې د هرې ژبې قوم او مذهب وګړي په خورا مینه لوبیږي او یو بل ته درناوی کوي.
په افغانستان کې د نورو لوبو په پرتله کرکټ اوس ډېر پرمختګ کړی او لامل یې ښایي دا وي چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په نړیوالو میدانونو کې ولوبېده، وځلېده او د خلکو پام یې ځان ته راواړاوه. په دې وروستیو کې یې له پاکستان سره په درې ورځنیو شل اوریزو سیالیو کې یوه تاریخي بریا په خپل نوم کړه، چې دې چارې په نړیواله کچه ګڼ مثبت غبرګونونه راوپارول. پخپله د پاکستان ټیم کپتان هم د افغانانو وړتیا وستایله او د کرکټ نورو نړیوالو مبصرینو هم د افغانستان د کرکټ پر غښتلتیا ګڼ بحثونه درلودل، چې دا د خورا خوښۍ ځای دی.
دا څو پرلپسې ورځې چې په شارجه کې د افغانانو لوبې روانې وې. په سوشل میډیا کې خورا هیله بښوونکې تبصرې کېدلې. همداراز د مبارکیو پیغامونو او له خپلو لوبغاړو سره د خلکو مینې دا ثابته کړه چې افغانان یو ملت دی او درد او خوښي سره یوه ده. که تاجیک دی، که اوزبیک دی، که پشه یي دی، که هزاره دی، پښتون دی او که هر قوم پورې تړلی دی، دا بریا یې د وطن په نوم یادوله او هر یوه له بېلابېلو لارو خپل احساسات د یوه واحد ملت په حیث له خلکو سره شریکول. همدا د یوه ملت د وحدت او یو بل د زغمولو لوی پیغام دی.
تر دې ورهاخوا، په ننګرهار کې د یوه خصوصي ښوونځي ماشومو زده کوونکو په خپلو کې سره پیسې راټولې کړې، ټولې یې لس زره افغانۍ شوې، دا یې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته اهدا کړې دي. که څه هم دا رقم ډېر کم دی خو په معنوي توګه لوی پیغام لري او دا روښانه کوي چې په افغان ماشومانو کې د ایثار، ملاتړ او قدردانۍ ماده په زیاته کچه موجود ده او باید وستایل شي.
افغانان د مینې او ورورولۍ خورا قوي درک لري. دوی جنګجو نه دي او نه په خپله خاوره کې د قتلونو او وژنو طرفدار دي، خو بیا هم د جګړو اورونو کې سوځېدلي دي. د ځوانانو او ماشومانو له غبرګونه دا جوتیږي چې زموږ راتلونکي نسلونه د یوه روښانه افغانستان لپاره کار کوي؛ له کرکو، نفرتونو او نورو بدو پدیدو ستړي دي، د بیا ابادۍ او پرمختګ هیلې لري او د همدغه هدف لپاره کار کوي.
د ایثار او قدردانۍ دا چاره موږ یوه تاریخ ته ورستنوي. هغه تاریخ د روسي او امریکایي اشغال پر وړاندې د افغانانو پاڅون دی چې د ازادۍ په موخه افغان ځوانانو سرونو نذرانه کړل. کوچنیو ماشومانو به په روسي او امریکایي ټانکونو د کاڼو باران کاوه او د دغه سپېڅلو جهادونو د بریا په موخه به افغانو خویندو او میندو خپل سره زر مجاهدینو ته هدیه کول. شکر الحمد لله، د دې ملت په خټه کې د ازادۍ حس لا نور هم پیاوړی شوی دی. د دې ماشومانو په ذهنونو کې د بریا او فداکارۍ د خوږو نغمو ازانګې لا نورې غزونې کوي او دا باور نور هم غښتلی کوي چې د خپل وطن د مالکیت حس به ژوندی ساتي. راځئ خپل ماشومان او ځوانان د ایثار، فداکارۍ، وحدت او خپلو ارزښتونو ته د ژمنتیا په اصولو وروزو څو، د الله تعالی په نصرت، له جګړو تازه راپورته شوی هیواد د آبادۍ، سوکالۍ په لور بوځي او په نړۍ کې یې د یوه مقتدر اسلامي هیواد په شکل راڅرګند کړي.