د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال د ترکيې سفارت له فرهنګي سلاکار سره کتلي دي

عزم(پنجشنبه، وري لسمه، ۱۴۰۲): د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال په خپل دفترکې د ترکیې سفارت له فرهنګي سلاکار او مله پلاوي سره وکتل.
مرستیال او سلاکار د دواړو هېوادونو ترمنځ د علمي او فرهنګي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې. په نوموړې غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال ډاکټر لطف الله خیرخواه، د بهرنیو اړیکو او مقرراتو رئیس، په افغانستان کې د ترکيې د ښوونې او روزنې مشر او په کابل پوهنتون کې د یونس عمره انسټیټیوټ مشر هم شتون درلود.
په ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال زیاته کړه، چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د هېواد د ځوانانو د زده کړو پیاوړتیا او پراختیا ته ژمن دي او په دې برخو کې یې هلې ځلې لا چټکې کړي دي.
ښاغلي خیرخواه د ترکیې سفارت له فرهنګي سلاکار څخه وغوښتل چې د تحصیلي بنسټونو، د استادانو د ظرفیتونو د لوړولو، ځوانانو ته د تحصیلي بورسونو د ورکړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي اړیکو د لا پیاوړتیا په برخه کې دې یاد هیواد خپلې همکارۍ لا زیاتې کړي.
له بلې خوا په افغانستان کې د ترکیې د سفارت فرهنګي سلاکار جینګیز آی دیمیر په افغانستان کې د ترکیې د ښوونیزو او تحصیلي فعالیتونو او بنسټونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د دواړو هیوادونو د لوړو زده کړو وزارتونو ترمنځ یې د ګډ کمیسیون د کار پر بیا پیل ټینګار وکړ.
ښاغلي دیمیر ژمنه وکړه چې افغان ځوانانو ته د بورسونو دړپروګرام په برابرولو، د افغان استادانو پر ظرفیت لوړولو او نورو برخو کې به یاد هیواد خپله همکاري درېغ نه کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button