د اسيا جام سیالۍ کې افغانستان د ګونګیانو لوبډله پاتې راغله

عزم/ د پاکستان په کوربتوب دګونګيانو د اسیاجام سیالي ترسره شوې، چې د پاکستان په اتلولۍ پاي ته ورسېده .
افغانستان د کونګیانو ملې کرېکټ لوبډله په دویم ځل په دې سیالیو کې برخه اخیستې وه، چې د افغانستان لوبډلې ته ټولو لوبډلو ماته ورکړه .
د افغانستان لوبډله د تېر کال په پرتله سږ کال ښه لوبه ونه شوه کړاي تېر کال يي د کوربه هېواد پاکستان کې اسیاجام سیالیو کې نيپال لوبډلې ته ماتې ورکړيوه اودې کال کې خپلو ټولو سیالو لوبډلو هندوستان، پاکستان او سریلنکا ماته ورکړه .
پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډلې د پای لوبه په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د ۴ لوبغاړو له لاسه ورکولو سره ۱۸۵ منډی وکړې .
د پاکستان لوبغاړي ذکا احمد د ۱۵ څلوریزو او ۴ شپږیزو په مرسته په دغه ټورنمنټ کې سلیزه وکړه ټولې ۱۰۸ منډې وکړې او په بالینګ کې يي ۶ لوبغاړي وسوځول دلوبې او د ټورنمنټ غوره شخصیت ونومول شو .
هندوستان د پاکستان په ځوابي توپوهنه کې ټول لوبغاړي په ۱۳۵ منډو وسوځېدل او د ۵۰ منډو په توپیر سره فاینل لوبه په خپل نوم کړه او د اسیا جام يي وګاټه .
د یادونې وړ ده، چې د ګونګیانو دغه ۲۰ اوريزه لوبه د اپریل په ۲۰ مه پیل شوې وه او په ۲۶ مه نیټه پای ته ورسیده .
حماس افغان