د هندوستان غوره لیګ ۲۸ سیالي هم چنايي وګټله

عزم/ د هندوستان غوره لیګ (ای پي ايل) سیالي چې د مې تر ۲۴پورې به روانې وي، او اته سیالې لوبډلې چې د نړۍ له وتلو لوبغاړوڅخه جوړې دي لوبیږي، ۲۸ مه لوبه د چنايي کنګزاو د کلکتې نائټ رايډرز لوبډلو ترمنځ وشوه چې چينايي سوپرکینګز لوبډلې د دوو منډو په توپیر وګټله .
د سیالۍ لومړي بیټينګ چنايي سوپرکینګز وکړ په ۲۰ ټاکلو اورونو کې په ۱۳۴ منډو يي د کلکتې لوبډلې ته هدف ورکړ .
په ځواپ توپوهنه کې د کلکتې لوبډلې د ۹ لوبغاړو سوځېده سره ۱۳۲ منډې وکړې .
چنايي سوپر کینګز لوبډله په دغه سیالۍ ښه ونه لوبېده خو خپل مقابل لوري د کلکتې لوبډلې ته يي د زیاتو منډو اجازه هم ورنکړه، يواځې په دوه منډو کلکته لوبډله پاتې راغله او لوبه يي چینا سوپر کینګز ته وبايلله .
چنايي سوپرکينګز چې ایم اېس ډوني يي لوبډلمشري کوي تراوسه د ای پي ایل سیالیو کې اووه لوبې کړي چې شپږ لوبې يي ګتلي دي او یوه يي بايللې ده په لومړي مقام کې ځاي لري او ورپسې دويم مقام کې د راجستان لوبډله ده او د کلکتې لوبډلې چې د تېر ای پي ایل اتله وه اوس مهال په دريم مقام کې ځاي لري .
حماس افغان