کندز کي ۲۳۲ عسکر وژل شوي، ۱۴۶ تنه ټپیان دي

طالبانو ویلي، چي دکندز ولایت په شپږ ورځنیو جګړو کي ددغه ولایت په بېلابېلو ولسواليو اوسیمو کي ۲۳۲ پوځیان، پولیس او اربکیان وژل شوي او ۱۴۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چي په دغو جګړو کي یې ۵۸ تنه اربکیان ژوندي نيولي دي.

په شپږ ورځنیو خونړیو جګړو کي ۲۰ ټانګونه او ۱۳ رنجر موټر ويجاړ شوي او ۱۲ ټانګونه، ۱۱ رنجر او ۱۱ موټر سائيکلونه طالبانو نیولي دي.

دطالبانو ویاند ویلي، چي په دغو جګړو کي یې سلګونه میله وسله او نور مهمات نیولي دي.

طالب ویاند ویلي، چي دعزم دعملیاتو په ترڅ کي یې دکندز پراخي سیمي نیولي او دکندز مرکز په ۲ کيلومترۍ کي حضور لري.

دکندز چارواکو هم منلې، چي دجګړو په ترڅ کي يوشمېر عسکر وژل شوي او پراخي سیمي طالبانو نيولي دي.

راپورونه وايي، چي اوس مهال هم دکندز په یوشمېر سيمو کي سختي جګړې رواني دي.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button