برازيل: دښوونکو او پوليسو ترمنځ په اخ وډب کې ۱۰۰ تنه ټپيان شول

Picture1

(۱۰ غويي ۹۴ عزم)  دبرازيل په جنوبي رياست پارانا کې  وروسته له هغې د ښوونکو لاريون په اخ وډب بدل شو چې پوليسو په لاریون کوونکو اوښکې بهوونکی ګاز استعمال کړ.

ښوونکي په دې اعتراض سرکونو ته راوتلي وو چې معاش په خپل وخت نه ورکول کيږي خو وروسته له هغې دغه لاريون په اخ و ډب بدل شو چې پوليسو د لاريون کونکو دپاشلو په موخه په هغوی اوښکې بهوونکی ګاز استعمال کړ چې بيا پاريدلو لاريون کوونکو په پوليسو تيږي وورولې چې په غبرګون کې يې پوليسو په لاریون کوونکو د کوتکو وارونه وکړل چې له  امله يې ۱۰۰ تنه تپيان شول.

 

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button