کندهارکي سرتيري برید بهرنیو عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې

نن له غرمې وړاندي دکندهار هوايي ډګر ته څېرمه دارغسان پله سره نږدې دپولیسو له یوې پوستې سره دبهرنیو عسکرو په موټریز کاروان سرتیری برید ترسره شوی دی، چي په ترڅ کي يې ۱۲ بهرنیو او ۵ کورنیو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چي په سرتیري بریدکي يې دبهرنیو عسکرو دوه ټانګونه تخريب کړي او دپولیسو یوه پوسته يې ويجاړه کړې ده.
طالبانو ویلي، چي دغه برید دمطيع الله کندهاري په نوم دیوه تن له لوري دکرولاموټر په وسیله ترسره شوی دی.
دکندهار امنیتي چارواکو ویلي، چي برید کونکی وړاندي له دې، چي بهرنیو عسکرو ته ځان ورسوي، ويشتل شوی دی، خو مجاهد دا خبري درواغ ګڼي او وايي، چي سرتیری برید کونکی دبهرنیو عسکرو کاروان ته رسېدلی او هغوی ته یې درنده مرګ ژوبله اړولې ده.
درومانیاددفاع وزارت ویلي، چي دکندهار په چاودنه کي یې ۴ پوځیان ټپیان شوي دي.
عادل خپلواک