یو حکومت ، دوه یي سرونه ، شل یي خولې

ليکوال : خالد رعد

له خولو نه مي مراد د امريکا او دوه سري حکومت همکاري رسني، سوړن وياندويان، واليان او ولسوالان دي، په دې ټول خبر يو چې امريکا له يرغل سره سم د رسنيو په توليد هم پيل وکړ او آن د کرزي د ادارې له پيله تر اوسني دوه سري حکومته پوري دغه توليد دوام لري او لا هر نوع رسنۍ په دې موخه زياتېږي چې دوی ته يې ګټه ورسي او لاسته راوړنې ترې ولري؛ خو د طبيعت ځار شم د ټولو رسنيو ژرندې د دوی د مفروضې خلاف د اوړو ورکولو په ځای د دوی په سرونو، لاسونو او پښو څرخي، زموږ د کليوالو په اصطلاح بې چاره ګان يې خچ پچ واچول.

طالبان چې يوازي دوه وياندويان، صرف يوه ويب پاڼه، په بيلابيلو ژبو ۵ مجلې، دوه درې ستوديوګانې او انلاين راديويي خپروني لري، هغه ګټه يې تر ګورت کړې کومه چې دښمن يې په لسګونو راديويي، تلويزيوني، چاپي او انلاين خپرونو او تبليغاتو کې تر لاسه نه کړه، که تېرو حالاتو ته متوجه شو دې پايلي ته رسېږو چې ښايي وروسته يې هم مفروضه فايده په لاس ورنشي او د رسنيو د اوسني تعداد په درې چنده کولو سربېره به هم ترې محروم پاتي شي.

په تېرو ۱۳ کلونو کې د دې خبرې د ثبوت دلايل زيات دي او حتی د هيواد اوسني حالات هم د دې خبرې ښکارندويي کوي، دلته به په اوسنيو حالاتو کې يوازي د کندز تازه جګړو ته ځير شو او وبه ګورو چې د جګړې له ډګره رالري په رسنيز ډګر چا تاون کړی او څوک پکې ډير بريالي دي.

د امام صاحب ولسوالۍ زياته برخه د طالبانو په لاس کې وه خو کله چې يې د ودانۍ نيولو ته عزم وکړ او له درې طرفه يې په دفاعي پوستو بريد ښخ کړ، ټولي پوستې يې فتحه کړې او د ښار اولې ناحيې ته ورسيدل نو د امام صاحب محاصره ولسوال چې خورا يې زړه درزېده او د ډار په حال کې و، د کليد راديو له لاري يې غږ وکړ چې وااا بهرنيانو او کورنيو عسکرو ولسوالۍ يې رانه ونيوله، په دې وخت کې نو د کندز والي چې د ګورتيپې لخوا يې د طالبانو مرمۍ تر غوږ تېرېدې له يوې بلې رسنۍ نه د طالبانو د عزم په ضد د ګټه اخيستلو په موخه راڅرګند شو او په ډير شد او مد يې د طالبانو د شا تګ خبره وکړه خو بې چاره دې ته پام نه درلود چې ولسوال يې د مرميو تر سيوري لاندې سلګۍ او وروستۍ استغاثه کوي.

له جګړې سره سم په سيمه کې بيړنی حالت اعلان شو، نوی قومندان او تازه دمي عسکر ورسيدل او اشغالګرو عسکرو پکې هوايي او زميني ونډه واخيسته چې ډيرښت يې طالبان په خپل ځای تم کړل خو شاته نشول، ولسوال او والي چې لږ ساه پکې وچليده او خوشحاله شول نو يو ځل بيا يې خلک د رسنيو له لاري د کورنيو او بهرنيو سرتېرو په راتګ خبر کړل، دلته نو د کورنيو چارو د وزارت هم زړه وتخنيد چې د سيمي په حالاتو څو خبري وکړي، صديق صديقي يې چارج او خبري يې ورزده کړې او هغه له تلويزيونونو سره وويل چې د طالبان په شاتمبولو توره يې کړې او په دې مخنيوي کې يې له بهرنيانو مرسته نه ده غوښتې، بې چاره د والي او ولسوال غږونه نه وو اورېدلی چې د سر بچ کيدو په خوشحالي کې يې لاپخوا له بهرنيانو مننه وکړه.

خو طالبان چې د عزم له پيله له عسکره را نيولي تر رهبره پوري په يوه خوله دي، په هيڅ خبره کې نه دي خطا شوي، نه يې په خپلو رسنيو کې او نه يې هم له نورو سره په مرکو کې تېروتنه کړې ده، له اولي ورځي يې دا خبرونه دي چې د اربکيانو / پوليسو / اردو پوسته مو فتحه کړه، د اردو او اشغالګرو ګډ بيس مو ونيو او د ګډ دښمن تعرضي بريد مو په شا کړ او دغه راز فلان او فلان کلي مو له اربکيانو/اردو/پوليسو/کماندويانو او يرغلګرو عسکرو تصفيه کړل.

دا هغه څه دي چې صرف حقيقت ښکاره کوي، د طالبانو په ليکو کې که په حقيقت خبره نه کيدلای شايد په يو او بل ناخبري او نوادر يې له يرغلګرو او دوه سري ادارې زيات خندونکي وای، مګر اوس چې هر څه يې په ريښتينولي بنا دي، په سلګونو خبرونو او خبرپاڼو کې ترې يوه هم داسي تيره نشوه چې له بلې سره دي په ټکر کې وي، اما دوه سري اداره او بادار يې چې په خدمت کې ډيري رسنۍ لري، ډير کله داسي څه ورپېښېږي چې د دوی په تاوان او د مقابل جهت په ګټه تمام شي، لکه پورته مو چې يادونه وکړه.

اوس نو دوه سري اداره له طالبانو سره په رسنيز ډګر کې د کاميابي ترلاسه کولو لپاره يوازي دوه لاري لري، هغه دا چې يا به رسني د طالبانو د رسنيو تعداد ته را ټيټوي او يا به دروغ نه وايي، که داسي و هم کړي بريا يې مشکوکه ښکاري؛ ولي د رسنيو په کمبود کې له دې سره سره چې مسلکي افراد ورته لري په دې ډګر کې به د کاميابۍ مخ ځکه ونه ګوري چې کارکونکي يې د زړه له تله د يوې عقيدې له مخې خوله او لاس نه ښوروي بلکه د څو غمجنو/پیسو ترلاسه کولو په موخه يې مټي رابډ وهلي دي چې دا په خپل ذات کې د ناکامۍ مور بلل کېږي؛ او که دروغ وايي نو ظاهره ده چې داسي به الله تعالی، ولس او تاريخ ته شرمېدلي وي لکه چې وينو يې، او د حقيقت څرګندل نو بيخي ورته د ځان حلالولو په معنی دي چې هيڅکله يې نشي ويلای.

بيا هم حقیقت دادی چې شل او سل میډیایي خولې د لويديځ او دوه سرې ادارې ښوري خو ګټه يې مجاهدينو ته رسېږي، پښتانه وايي چې بخت دي برابر شي چراغ به دي په اوبو کې لګېږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button