د اسلامي عقايدو پيژندګلوي/ دوهمه برخه

شيخ الحديث صبغت الله مولوي زاده
ژباړن: محمدصادق طارق

د عمل او عقيدې تړاو
له هغه ځايه چې عقيده د انسان رسمي اقوالو او افعالو ته هڅوونکى وبلل شوه، نو څرګنديږي چې:

(الف)_ عقيده داسې اساسنامه ده چې نور ټول فعاليتونه به د هغې په چوکاټ کې ترسره کيږي، لکه د يو هيواد اساسي قانون چې د ولس ټول کارونه په ځانګړې چوکاټ کې سره ځاى پر ځاى کوي او د ولس هر وګړى مجبوره کوي چې خپل کړنې او خبرې به له ياد قانون سره برابروي.

(ب)_ عقيده او اعمال د هغه ونې په څير دي چې عقايد يې د ريښې او بيخ حيثيت لري او اعمال يې پاڼو ته ورته دي. نو لکه څنګه چې ونه له ريښو پرته ونه نه نومول کيږي بلکې د سوځيدلو يا پُل جوړلو لپاره د لرګي په حيث کارول کيږي، د يو انسان اعمال او اقوال هم چې هر څومره زيات او لوړ وي، له عقيدى پرته هيڅ ارزښت نه لري.

(ج)_ همدارنګ عقيده او اعمال د روح او جسد تلازم ته ورته تلازم لري؛ لکه څنګه چې جسد د روح پرته نه پاتې کيږي او معطّل به شي، همدغه رنګ اعمال له عقيدى پرته هيڅ اعتبار نه لري. خو که د انسان په وجود کې روح پاتې وي او يوازې يې د بدن يو غړى له ميانځه لاړ شي په هغه کې يوازې يو عيب رامينځ ته کيږي. په دغه ډول که چيرې ايمان پاتې وي او په ښو اعمالو کې خلل رامينځ ته شي سره له دى چې انسان د معنويت له اړخه معيوبيږي خو ايمان يې د اخروي بري لامل جوړيداى شي. نو ايمان د دين اصل الأصول، بنسټ، د بيلابېلو اعمالو (عباداتو، طاعاتو او قرباتو) د صحت لپاره مدار او په آخرت کې د انسان د نجات لامل دى.

(د)_ په انسان کې د عقيدى شتون، د انسان قلبي سکون ته لامل جوړيږي او پر هغه کارونو چې ترسره کوى يې زيات اعتماد پيدا کولاى شي او زيار باسي د خپل عقيدى اړوند کارونه په لا جديت او کوښښ پر مخ يوسي. نو ځکه عقيده د انسان رسمي اعمالو او اقوالو ته مستند او لامل جوړيداى شي.

(هـ)_ عقيده د انسان اعمالو او اقوالو ته چټکتيا بخښونکې ده؛ يعنې هر څومره چې د يو چا عقيده غښتلى وي هغومره يې رسمي کړنې او خبرې قوت او زياتوب لري، لکه څنګه چې څومره انټرنټي شبکې غښتلى وي هغومره د متکلم انسان ږغ او حالات مقابل لورې ته ژر او ښه معلوميږي. خو که په چا کې عقيده نه وه يا يې باورونه کمزوري وه هغومره به يې د رسمي افعالو او اقوالو صدور ضعيف او کمزورى وي.

(و)_ د پورته ياد شويو شيانو پرته بايد وويل شي چې عقيده، د خلکو د ژوندون چارو په انسجام کې خورا مهم رول لري. له هغه ځايه چې د بشريت له نوع څخه هيڅ داسې ډله شتون نه لري چې د ځانګړو باورونو او فکرونو څخه برخمنه نه وي نو څرګنديږي چې باورونو او فکرونو ته ميلان، فطري کار دى خو هرو مرو به کتل کيږي چې غوره عقيده کومه عقيده ده؛ ځکه فکرونه او باورنه سره بېل دي او داسې هم نه ده چې دوه بيلابيل شيان دې په يوه وخت کې هم سم وي او هم ناسم، بلکې خامخا يو سم دى او بل يې ناسم دى.

غوره عقيده
هغه باورونه چې د رسمي افعالو او اقوالو لامل او مدار جوړيداى شي دوه قسمه دي:

(الف)_ هغه باورونه چې الله تعالى د خپل ټولو بندګانو لپاره ټاکلى وي، تغيير نه منونکې وي او پر ثابت او واضح نقلي او عقلي دليلونو باندې ولاړ وي او هيڅ رنګ شک به لار نه ورته لري، دغه عقيدې حق عقيدې دي.

(ب)_ هغه باورونه چې د هوا او هوس څخه سرچينه اخلي او صحيح دليل له ځان سره نه لري؛ تل د تزلزل، تعديل او تحريف په معرض کې واقع وي او د حق عقايدو په مقابل کې د غڼۍ د ځالې په شان وي.
نو غوره عقيده هغه عقيده ده چې د ټولو وختونو او زمانونو په اوږدو کې پر ځاى پاتې وي او دا عقيده به داسې وي چې د شريعت څښتن خپلو بندګانو ته خوښه کړى وي.
له هغه ځايه چې د ټولو آسماني اديانو اصل د الله تعالى له لورې ايښودل شوى دى؛ نو ځکه ليدل کيږي چې د ټولو آسماني اديانو او عقيدو اساس نامه پر درو اصولو؛ توحيد، نبوت او معاد باندې ولاړه ده او هيڅ کله په آسماني اديانو کې د دغه اصولو په اړه تغيير نه دې رامينځ ته شوى يوازې د اديانو فروعات د استعدادونو او د زمانې له اړتياو سره سم تغيير مني، نو ځکه مو اراده وکړه چې د همدغه درو حياتي اصولو اړوند بحث وکړو چې د امت مسلمه تر مابين هم متفق عليه دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button