ملي دفاع وزارت:  دملي اردو ۹ تنه عسکر وژل شوي دي

دافغانستان دملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې دملي ادرو دعسکرو ۹ تنه وژل شوي دي

خبر پاڼه دغه راز  زیاتوي چې په ۱۲ ولایتونو کې دیولړ عملیاتو په ترڅ کې ۹۳ وسلوال مخالفین وژل شوي او ۷ تنه هم ژوندي نیول شوي دي

باید ووایو چې دطالبانو له لوري دعزم عملیاتو په پيل سره دهیواد په ګوټ ګوټ کې بریدونه خپل اوج ته رسېدلي چې ګډ حکومت یې له سختو ستونزو سره مخامخ کړی دی

دکورنیو چارو وزیر نورالحق علومي د غبرګولي ۶مه،  په یوه خبري کانفرانس کې ومنله چې هره ورځ سلګونه بریدونه کیږي

طالبانو تراوسه ددفاع وزارت دخبرپاڼي په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې داډول خبرپاڼي خپرول دحکومت له لوري یواځي تبلیغاتي هڅي او له واقعیت څخه خلاف ګڼلي وې

همدا راز دملي اردو دعسکرو تېښته او مخالفینو ته تسلیمېدل یې بله غټه ستونزه ده چې دګډ حکومت په مخ کې پرته ده

جاوید احمد

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button