د افغانۍ ارزښت ولې کم شوی؟!

لیکوال: نصیر کوټوال
په وروستیو څو ورځو کې د یو څه نسبي ثبات وروسته د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د تبادلې نرخ په بې سارې ډول لوېدلی چې د ګڼو هېوادوالو سره یې د اقتصادي وضعیت اړوند اندېښنې رامنځته کړې. په دغه لنډه لیکنه کې ځینې هغه عواملو ته اشاره کوو چې د افغانۍ د ارزښت او د تبادلې د نرخ پر کچې څرګند اغېز لري.
لومړی: د نوي حکومت له راتګ مخکې د بهرنیو مرستو له لارې هېواد ته د ډالرو بهیر را مات و، په دې معنا چې د هېواد په داخل کې له کاروباریانو، صرافانو، دولتي اداراتو، عامو وګړو او نورو خلکو ته د دغه ډالري مرستو څه نا څه اندازه رسېده. دې چارې د افغانۍ او ډالرو عرضه او تقاضا په یو داسې حالت کې ساتلې وه چې د ډالرو د ډیروالي او پرېمانۍ له امله د افغانۍ ارزښت د ډالرو پر وړاندې څه نا څه ثابت و.
د ډالرو په کمښت سره دا چاره سرچپه شوې، اوس په جریان کې ډالر کم شوي. د دولت خزانه تشه شوې ده. داسې کومې پروژې هم نشته چې هلته د ډالرو د وېش له لارې په جریان کې د ډالرو اندازه زیاته شي ځکه خو ډالر کم پیداکیدونکي او د تبادلې نرخ یې د افغانیو پر وړاندې لوړ شوی دی.
دویم: د افغانیو د ارزښت د کمښت بل لامل د هیواد څخه د پیسو او پانګې فرار دی چې دغه پانګه تل د ډالرو په بڼه له هېواد څخه ایستل کیږي. په هیواد کې د حوالې سیستم دی چې د قانوني بانکې سیستم سره موازي فعالیت کوي او د ناروا لارو او مخدره توکو له لارې لاس ته راغلی پیسې بهر ته لیږدوي. د هېواد یوازې پنځه سلنه وګړي د خپلو مالي راکړو ورکړو او لیږدونو په موخه د بانکونو څخه استفاده کوي په داسې حال کې چې ۹۰ سلنه وګړي د پیسو د لیږد په موخه د حوالې د دودیز سیستم څخه ګټه اخلي. د افغانستان بانک د یو اټکل له مخې په ۲۰۱۱ زیږدیز کال کې ۴.۶ میلیارده امریکایي ډالره یوازې د کابل د هواي ډګر له لارې بهر ته لیږدول شوي چې دغه اندازه پیسې د افغانستان د کلنۍ بودجې څخه هم زیاتې دي. خو له دې څخه هم زیاتې پیسې د حوالې له لارې بهرنیو هیوادونو ته لیږدول کیږي. د دغه سیستم له لارې ځینو وګړو آن سل میلیونه امریکایي ډالره په یو ځل له هېواد څخه بهر ته لیږدولي دي.
درېیم: د افغانیو د ارزښت د بې ثباتۍ بل لامل کاذب اقتصاد دی چې د غښتلي اقتصادي سیستم د نه شتون له امله د افغانستان بانک له لوري د افغانیو د ثبات لپاره د پولي سیاستونو پلي کول هم په دې برخه کې چندان اغېز نه لري او که اغېز هم ولري نو تلپاتې نه بلکې د لږ وخت لپاره وي.
څلورم: د صادراتو لپاره د اغېزمنې پالیسۍ نه شتون هم د افغانۍ د ارزښت د کمښت لامل شوی. د صادراتو د کموالي او نه شتون له امله هیواد ته په مناسبه اندازه بهرني اسعار نه راځي. دلته یوه بله ستونزه هم شته او هغه دا چې زموږ څه نا څه صادرات هم په بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول په ډالرو پلورل کیږي، چې دا چاره د دې پر ځای چې د افغانۍ د تبادلې د نرخ د زیاتوالي لامل شي سرچپه د افغانیو د ارزښت د لا ډېر کموالي لامل کیږي. د صادراتو د زیاتوالي موخه هم همدا ده چې بهرني وګړي خپله کرنسي په افغانۍ واړوي او بیا افغاني توکي را ونیسي تر څو د افغانیو د تقاضا د زیاتوالي له امله یې ارزښت هم لوړ شي. که وګړي او کاروباریان خپل صادرات په افغانیو نه پلوري نو د سوداګرۍ وزارت باید د صادراتو د تقویې د پروګرام او د صادروونکو د همغږۍ له لارې صادروونکي مجبور کړي چې خپل معاملات یوازې په افغانیو تر سره کړي.
پنځم: مرکزي بانک هم په دې برخه کې څه نا څه ګرم دی ځکه بازار ته د ډالرو په پرله پسې پمپ کولو سره هم لا بریالی شوی نه دی چې د افغانۍ د تبادلې نرخ له نوساناتو او ارزښت یې له کموالي څخه وژغوري. مرکزي بانک باید په دې برخه کې خپل پولي سیاستونه له سره ارزیابي کړي او د د افغانیو د ارزښت د ثبات لپاره یوه اغېزناکه پالیسي تر لاس لاندې ونیسي ځکه ممکن ستونزه د نوموړي بانک په پولي سیاستونو کې وي.
شپږم: ناوړه امنیتي حالت هم د دې لامل شوی چې خلک د هېواد پر راتلونکي او ملي کرنسۍ بې باوره شي.
اووم: په نړیوال بازار کې د نورو هېوادونو د کرنسۍ پر وړاندې د ډالر د ارزښت لوړوالی هم د دې لامل شوی چې افغانۍ د ډالر پر وړاندې یو څه اندازه خپل ارزښت له لاسه ورکړي.
د افغانیو د ارزښت د کموالي نور ګڼ لاملونه هم شته خو د لیکنې د حجم د کموالي له امله پر همدغه مهمو لاملونو بسنه کوو.
او په پای کې باید ووایم چې د افغانیو وروستۍ بې ثباتي د ډېرې اندېښنې وړ نه ده، ځکه دغه بې ثباتي یوازې اوس نه بلکې له پیل څخه تر اوسه موږ شاهدان یو چې هرکال د ډالر پر وړاندې زموږ د کرنسۍ ارزښت څو افغانۍ رالویدلی. زموږ د هېواد په څېر د مخ پر ودې هېوادونو کرنسي تل د دغسې نوساناتو سره مخ کیږي. لامل یې هم د اقتصادي بیخ بنا ضعف دی چې پولي سیاستونه پکې هغسې کار نه کوي لکه څنګه چې په پرمختللي اقتصادي زېربنا لرونکو هېوادونو کې کار کوي.