پاکستان، بلوچستان کي بریدګرو ۲۱ مسافر وژلي

دپاکستان دبلوچستان ایالت په مستونګ سیمه کي نامعلومو وسله والو ۲۱ مسافر وژلي دي.

راپورونه وايي، چي وسله والو دمستونګ په کډ کوچه سیمه کي له کوټي څخه کراچۍ ته تلونکي دوه بس موټر درولي او تر  ۲۵ زیات مسافر يې ورڅخه ښکته کړي دي، چي وروسته یې په غرنیو سیمو کي ۲۰ تنه ورڅخه وژلي او یو تن يې ټپي کړی دی.

داسي راپورونه هم ورکړل شوی، چي بریدګرو له ۳۵ څخه تر ۴۰ پوري مسافر ښکته کړي او له ځان سره وړي دي.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چي له پيښي وروسته سیمي ته په زیاته پيمانه امنیتي ځواکونه رسیدلي او له بریدګرو سره یې جګړه هم ترسره کړې ده، چي دجګړې په ترڅ کي امنیتي ځواکونه توانيدلي، چي ۶ تنه مسافر دبرمته کونکو له منګولووژغوري.

راپورونه وايي، چي وژل شوي ټول پښتانه دي او زیاتره یې دبلوچستان دپشين دسیمي اوسیدونکي دي.

دغه پېښه دپاکستان لومړي وزیر نواز شریف، دکورنیو چارو وزیر او دسیاسي تنظیمونو مشرانو غندلې ده او دا يې وحشي کړنه بللې ده.

دپاکستان دکورنیو چارو وزارت ویلي، چي دوی سیمي ته دوه چورلکي او زیات شمېر پوځیان لیږلي دي، ترڅو بریدګر له منځه یوسي.

راپورونه وايي، چي دپيښي له امله دکوټي او کراچۍ ترمنځ دچلېدونکو بس موټرو مالکانو او موټر چلونکو احتجاج کړی دی.

دپيښي له امله دکوټي ښار تړل شوی او دکراچۍ او کوټي لاره دعملیاتو له امله بنده ده، ویل شوي، چي زیات شمېر مسافر په لاره کي بند پاته دي.

داسي راپورونه هم ورکړل شوي، چي امنیتي ځواکونه کوښښ کوي، ترڅو نور برمته شوي مسافر دتښتونکو له منګولو څخه ژوندي راخوشي کړي.

تراوسه دبرید پړه کومي وسله والي ډلي منلې نه ده او نه هم دپيښي انګېزه څرګنده شوې ده.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button