طالبان، په اروزګان کي يې ۱۶ پوستې نیولي

طالبانو ویلي، چي داروزګان ولایت په چهارچینو ولسوالۍ کي یې دسختو جګړو په ترڅ کي ۱۶ پوستې نیولي دي.

طالبانوپه یوه بیان کي ویلي، چي دچهار چینو ولسوالۍ دسیاسنګ او کشې ناوې سیموتر نیولو وروسته يې دګوهرګین ناوه هم په بشپړه توګه تر خپلي ولکې لاندي راوستلې او دعسکرو او اربکیانو ۱۶ پوستې يې نیولي دي.

په بیان کي ویل شوي، چي دګوهرګین په بېلابېلو سیمو کي یې ۱۶پوستې نیولي دي.

طالبانو په خپل بیان کي ویلي، چي اوس په چهار چینو ولسوالۍ کي دهوشي په سیمه کي دولسوالۍ مرکز ترکلکي محاصرې لاندي دی او  ورغلي ټولي لاري يې پرې تړلي دي.

دیادوني وړ ده، چي په دې وروستیو کي داروزګان ولایت په یوشمېر ولسوالیو کي سختي جګړې رواني دي، چي په ترڅ کي یې طالبان توانیدلي، چي دلسګونو عسکرو دوژلو ترڅنګ پراخي سیمي تر خپلي ولکې لاندي راولي.

په ورته وخت کي دخاص اروزګان ولسوالۍ ولسوال وايي، چي ددغې ولسوالۍ مرکز له سقوط سره مخ دی، نوموړي ویلي چي طالبانو ددغې ولسوالۍ ټولي سيمي نیولي او اوس مهال دولسوالۍ په څو سوه مترۍ کي میشت دي او ولسوالۍ يې تر خپلي کلکي محاصرې لاندي نیولې ده.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button