دملي اردو په موټر کي ۱۹ کيلو هيروئین نیول شوي

دبغلان پولیسو ویلي، چي دملي اردو په رنجر کي يې ۱۹ کيلوهيروئین او ورسره دیوه قومندان په ګډون درې عسکر نیولي دي.
دبغلان دامنیه قومندانۍ دامنیت امر سمونوال عبدالرشید رشید ویلي، چي دغه هیروئين له بدخشان ولایت څخه کابل ته وړل کیدل، چي دبغلان دمرکز پلخمري په امنیتي کمربند کي نیول شوي دي.
له نشه يي توکو سره دمبارزې مدیر سمونوال نظام الدین نظام ویلي، چي دبلخ ولایت دملي اردو دجلب او جذب قومندان جنرال عبدالصمد له خپلو دوو عسکرو سره یوځای له هيروئينو سره نیول شوی دی.
دنظام په خبره، چي جنرال عبدالصمد دغه هيروئين له بدخشان څخه دکابل په لوري وړل، چي له نشه يي توکو سره دمبارزې دپولیسو له لوري ونیول شو.
ویل کیږي، چي په افغانستان کي بهرنیان او دحکومت چارواکي او عسکر دنشه يي توکو په قاچاق کي لا س لري او امریکایان غواړي، چي له نشه يي توکو څخه دخپلو سیالانو او مخالفینو په ضد دوسلې کار واخلي.
دیادوني وړ ده، چي څه موده وړاندي دولسي جرګې درئيس عبدالروف ابراهیمي اوښی دتاجکستان دسرحدي پولیسو له لوري په داسي مهال ووژل شو، چي غوښتل يې له افغانستان څخه دغه هیواد ته نشه يي توکو قاچاق کړي.
عادل خپلواک