کابل، دامریکاسفارت ته څېرمه په بهرنیانو سرتیری بريدشوی

دکابل په دریم مکرویانو کي دبهرنیانو په کاروان سرتیری برید ترسره شوی، چي په ترڅ کي يې بهرنیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

برید نن له غرمې وروسته شاوخوا ۱ نیمه بجه دهوايي ډګر په سړک  ستري محکمې او دامریکاسفارت ته نږدې شوی دی.

دکورنیو چارو دوزارت ویاند صدیق صديقې ویلي، چي برید دبهرنیانو په هغه کاروان ترسره شوی، چي له سیمي دتیريدلو په حال کي وو.

راپورونه وايي، چي برید دیوه موټر په وسیله ترسره شوی دی، چي دبهرنیانو موټرو ته پکي زیات زیان رسیدلی دی.

په سیمه کي عیني شاهدانو ویلي، چي دچاودني غږ تر ډیره لري اوريدل شوی  او دچاودني له امله دشاوخوا ودانیو شيشې ماتي شوي دي.

طالبانو ویلي، چي برید دوی ترسره کړی دی او ګڼو بهرنیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

بهرنیانو هم ویلي، چي ددوی په کاروان چاودنه ترسره شوې، خو دمرګ ژوبلي په اړه يې څه ویلي نه دي.

چاودنه په دریم مکرویانو کي دسرحدونو او قبائلو چارو وزارت، دامریکاسفارت، دناټو دقومندانۍ مرکز، دبهرنیانو پوځي اډې او ستري محکمې ته نږدې شوې ده.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button