کردی مشر له داعش سره دايران له همکاريو څخه پرده پورته کړې

د کردستان د ازادی ګوند دسرمنشي مرستيال او د ګوند دنظامي څانګې مشر حسين يزدان له داعش سره دايران له همکاريو څخه پرده پورته کړې ، نوموړي ويلي چې ايران په خپله خاوره کې دداعش جنګيالي روزي بيا يې عراق ، سوريې ليبيا او مصر کې ددې ګوند د واک لاندې سيمو ته ليږي، ایران له داعش ډلې سره د فضا او زمکې له لارې د وسلو او نورو جګړئيزو توکو مرسته کوي همدغه راز نوموړي وويل چې فلوجه ښار ديوې معاملې له مخې دداعش له لوري ايران پلوه مليشو ته وسپارل شوه.
دغه کردي مشر له «الشرق الأوسط» ورځپاڼې سره په خبرو کې څرګنده کړې چې فلوجه ښار دتړون له مخې په څو مرحلو کې دداعش له لوري ايران پلوه مليشو ته وسپارل شو، ددغه تړون له مخې دداعش ډلې وسلوال له جګړې پرته دموصل په لور ولاړل او عراقي او ايراني ځواکونه ښار ته ننوتل.
هغه زياته کړې: چې ما وړاندې هم دهمدې «الشرق الأوسط» ورځپاڼې له لارې ويلي و چې ايران به دعامه ذهنيت دمغشوشولو په موخه اړ شي چې په خپله خاوره کې دننه ځينې پيښې رامنځته کړي..
يزدان ځينې هغه روزنځايونه هم په ګوته کړي چې په ايران کې دداعش وسلوالو ته پکې روزنه ورکول کيږي، نوموړي دغه معسکرونه په لاندې ډول ياد کړي، په تهران کې دامام علي معسکر، په کرمان شاه کې دغازانجي معسکر، په قم ښار کې دامام صادق معسکر، دورامين په ښار کې دحزب الله معسکر، په تهران کې د مصطفی خميني معسکر، په خوارم شهر کې الغيور معسکر، او په شوش کې الکوثر معسکر.
نوموړي همدغه راز ځينې هغو مرکزونو ته اشاره کړې چې په پکې په سياسي او فکري توګه وسلوال روزل کيږي، چې دهغو له جملې څخه په قم ښار کې واقع (المرکز العالمي للعلوم الاسلامية) ديادونې وړ ده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button