د ګوزڼ ناروغي باید څنګه معلومه کړو؟

عبدالله عزام

د ګوزڼ (فالج)ناروغي باید څنګه معلومه کړو او څنګه وتوانېږو چې د هغې زیان رسونکي اثرات پر خپل ځای ودروو؟
د صحت د نړیوالي ادارې مطابق د ګوزڼ ناروغي له هغو ناروغیانو څخه دریمه ناروغي ده، کومي چې د انسان د وژني سبب ګرځي. له بده مرغه تر اوسه هم د دغي ناروغۍ ډېر ډولونه نه دي کشف شوي چې باید ډېر مخکي لا موندل شوي وای.
غواړم چې تاسي ته وښیم چې څنګه باید د ګوزڼ ناروغي معلومه کړو او څنګه یې باید د یو انسان له ژوند اخیستلو څخه مخ نیوی وکړو.
ډاکټران دوه ډوله ګوزڼ بیانوي:
۱…: هیمراجیک ګوزڼ
۲…: اسکیمیک ګوزڼ
دغه دواړه ډولونه د رګونو د بندېدلو سبب ګرځي.
اسکیمیک ګوزڼ کومي ځانګړي نښي نه لري او نه هم ژر د انسان ور پام کیږي.
د شمېرني مطابق %80سلنه ګوزڼ د اسکیمیک له نوعي څخه دی. د دغه ډول ګوزڼ ناروغان %37سلنه مري، %31سلنه یې مستقل احتیاط ته ضرورت لري او %20سلنه یې وړاندي پر پښو تګ نشي کولی.
په لاندې انځور کې کتلی شئ چې د ګوزڼ د ناروغۍ په وخت کې څه کیږي؟
د اسکیمیک ګوزڼ عامه وجه د ویني له اندازې زیات خټه کېدل دي، چې له امله یې د دماغ ځیني برخي ته د ویني د ورتګ مخه ټپیږي. هغه رګ چې وینه پکي خټه شي، شاوخوا یې نسجونه پاړسوب کوي او په کوپړۍ کې موجودي فاصلې ډيري محدودي دي چې د دغه پاړسوب له امله هغه لاري او فاصلې بندي شي، پر دماغ پرېشر زیات شي او په نتیجه کې یې د سر درد رامنځته شي اوپر دننه دماغ زیات پرېشر تیريږي.
د ګوزڼ پر مهال بیا یو لاس یا پښه حرکت پریږدي او دا هم امکان لري چې انسان دي خپل کنټرول او نظم او یا د اورېدلو یا څه ویلو توان له لاسه ورکړي.
لږ موده وروسته ویني په ګاونډۍ خلیو او رګونو کې بهېدل پیل کړي او د سر درد سره پاړسوب اکثره ښکته شي. د ډېر معتدل ګوزڼ په حالت کې پرونی یادداښت او لس کاله وړاندې پیښي له انساني دماغ څخه غائبیږي او له دې څخه په زیات حالت کې بیا انسان بیخي له کاره ولوېږي.
خو که ګوزڼ پر وخت معلوم او تشخیص کړای شي، نو دا به یو ښه فرصت وي چې د منفي اثراتو مخنیوی یې وشي.
د اسکیمیک ګوزڼ نښي:

• ناڅا په بې حسي او پر مخ، پښو او لاسونو کې د کمزورۍ نښي، په ځانګړې توګه د بدن پر یوه اړخ
• ذهني پرېشر، او پر څه ویلو یا پوهېدلو نه توانېدل
• په یوه یا دواړو سترګو کې کوم ډول مشکل پیدا کېدل
• په تګ کې مشکلات، د سر چکر او بدني کنټرول له لاسه ورکول
• سخت د سر درد، چې په ناڅاپي ډول بې سببه پیدا شي
که څه هم چې د ګوزڼ د دواړو ډولونو د نښو تر منځ کوم خاص توپیر نشته، خو غلط علاج د ناروغ ژوند اخیستلی شي. ځکه خو ضروري ده چې د ښه تشخیص لپاره سمدستي د یو ډاکټر سره اړیکي ونیول شي.
ځیني نوري نښي، چې باید د څرګندېدلو په حالت کې یې د ډاکټر سره لیده کاته وشي
• داسي د سر درد چې له امله یې قی رامنځته کیږي او یا د لاري د ورکولو احساس کول
• قی کول
• پر سترګو تیاره راتلل
• یو مخصوص ځای ته بلا سببه د اوږدې مودې لپاره کتل
دغه نښي د ګوزڼ او یا هم بلي ناروغۍ لورته اشاره کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button