طالبان:مونږ د سولې د روانو خبرو په جريان کې نه یو
الاماره(عزم: پنجشنبه ۰۸ زمری،۹۴ ل) طالبانو نن د پنجشنبې په ورځ په يوه لنډه اعلاميه کې يو ځل بيا په چين او پاکستان کې د طالبانو او د کابل د ادارې د سولې د خبرو اوازې رد کړي او ويلي دي چې اسلامي امارت ټول صلاحيت سياسي دفتر ته سپارلی او هغوی د سولې او مذاکراتو په روان جريان کې نه دي.
اعلاميه زياتوي چې اسلامي امارت د سياسي مسائلو له پاره ځانګړی ارګان لري او تر دې مخکې هم په دې اړه ځينې اوازې خپرې شوي وې خو اسلامي امارت خپل دريځ روښانه کړی دی.
د يادونې وړ ده چې د روژې په مياشت کې څو تنه پخواني طالب چارواکي چې د طالبانو په ليکو کې اوس دندې نه لري په پاکستان کې د افغان دولت له استازو سره وکتل او دطالبانو او افغان دولت ترمنځ يې د سولې په اړه خبرې وکړي خو طالبانو هغه مهال هم ددغې ناستې په اړه ويلي و چې ددوی استازيتوب يوازې سياسي دفتر کوي او هرڅوک د طالبانو استازي نه دي.
د ځينې شنونکو په اند له طالبانو سره د سولې خبرو او اوازو ځکه زور اخيستی چې د وسله والو طالبانو بريدونه په تېرو ۱۴ کالونو کې په بې سارې توګه زیات شوي دي او له دې سره امريکا او افغان دولت غواړي چې په دې خبرو د طالبانو نظامي فعاليتونه له خنډ او ځنډ سره مخ کړي.
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې نږدې هره ورځ د هېواد د امنيتي سرتېرو له لاسو ډېرې ولسوالۍ او سيمې وتي او د وسله والو طالبانو لاسونو ته لوېدلي دي.
عبداللطيف نظيف