تازه خبر:غزني کې د ترافيکي پيښې له امله ۹ تنه مړه شول

Tara12012014-1389527870

غزني (عزم:پنجشنبه،۰۸ زمری، ۹۴ ل) د غزني په ښار کې نن سهار د يوې ترافيکې پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ تنه مړه شوي دي.

د غزني ولايت د ترافيکو مدير محمدالله احمدي له پېښې وروسته رسنيو ته وويل چې دا پېښه نن سهار شاوخوا اووه بجې هغه  مهال رامنځته شوه چې يو ۳۰۳ ډوله موټر له کابل څخه کندهار ولايت ته سفر کاوه.
نوموړي وويل ۳۰۳ ډوله موټر د غزني ښار اړوند د روضې کوتل په سيمه کې له يوې سراچې سره ټکر شو چې له امله يې مرګ ژوبله رامنځته شوه.

نوموړي زیاته کړه چې په سراچه موټر کې ټول نهه تنه سپاره کسان مړه شوي چې هيڅ يو پکې ژوندی نه دی پاتې چې په دغو مړو کې دوه ميرمنې،دوه ماشومان او پنځه نارينه شامل دي.

د غزني د ملکي روغتون رييس ډاکټر باز محمد همت وويل چې دوى ته د پېښې له  سيمې څخه ٩ جسدونه وروړل شوي چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د سيمې يو عيني شاهد سميع الله وايي چې ٣٠٣ ډوله موټر پر سراچه موټر ختلى  او په کې سپاره ټول کسان يې له منځه وړي دي.

د يادونې وړ ده چې کابل – کندهار لويه لار يو له خونړيو لارو څخه ده چې هرکال زرګونه هېوادوال پر دې لاره د ترافيکي پېښو له امله مړه کېږي.
افغانستان د نړۍ هغه هېواد دی چې د جګړو د مرګ ژوبلې له امله هيڅ ورځ داسې هم نه تيريږي چې په ترافيکې پېښو کې کوم څوک مرګ ژوبله ونه ويني.
په افغانستان کې د ترافيکي پېښو د ډېرو لاملونو تر څنګ يو مهم لامل د موټرچلوونکو بې احتياطي ښودل کيږي.

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button