د بې باوره سولې او د ملا محمد عمر مجاهد د مړينې اوازې دڅه له پاره؟
ليکوال: عبداللطيف نظيف
په دې وروستيو کې د طالبانو له لوري د کابل د ادارې په امنيتي سرتېرو او چارواکو بریدونه،د پوستو په ځای دسيمو او دسيمو په ځای د ولسواليو او نورو دولتي ادارو نيول هغه څه دي چې د کابل اداره يې ګوته په غاښ او وارخطا کړې ده.
که ډېر مخکې لاړ نه شو او يوازې په همدې اوونۍ کې پاتې شو او وګورو چې طالبانو په همدې یوې اوونۍ کې پر دولت څومره ځواکمن دی او د جګړې په ډګر کې طالبان څومره بريالي دي.
د ددې اوونۍ په پېل کې د بدخشان د وردوج ولسوالۍ سقوط او د نږدې ۱۲۰ تنه سرتېرو تسليمدل ، په فراه او سرپل کې د امنيتي سرتېرو له خوا د خپلو ملګرو وژل او اووه تنه نور يې د طالبانو ليکو ته تلل،په همدغه سرپل لسګونو سرتېري طالبانو ته تسلیمدېل او د کوهستانات او قلعه شهر سيمې،د هلمند د نوزاد ولسوالي نيول او د موسی کلا په لور د طالبانو پرمختګ او همدغه راز د کونړ په مروره ولسوالۍ بريدونه او د هېواد په ټولو ولايتونو کې د وسله والو طالبانوسلګونه بريدونه هغه څه دي چې د کابل له ادارې نه یې لاره ورکه کړې ده.
تر دې مخکې په افغانستان کې بهرنيو ځواکونو او د کابل ادارې د طالبانو د ځپلو له پاره ګڼې حربې په کار واچولې چې هغه ټولې ناکامې وختې.
له طالبانو سره د ايتلافي ځواکونو مخامخ جنګ او د آيساف هوايي بريدونه، د ناټو او ملي اردو د سرتېرو ګډ عمليات،د ناټو،ملي اردو،ملي پوليسو او سرحدي پوليسو ګډ عمليات، د بې پېلوټه الوتکو بريدونه، په کورونو د شپې او د ورځې چاپې،زندانونه، شکنجې او تعذيبونه، اربکيان،او د داعش په ګډون په لسګونو نورې هغه پروسې چې د طالبانو د ځپلو له پاره رامنځته شوې خو دوی ونه توانېده چې طالبان مات کړي.
د زرګونو شهيدانو د وينو په قربانيو دغه بهير لا هم ګړندی او بريالی روان دی او تر دې چې طالبان په نړۍ واله سطحه يو سياسي او نظامي ځواک وپېژندل شو.
خو په نړېواله سطحه د طالبانو ځلېدل هغه څه وو چې د دوی دمخالفينو سترګې يې وبرېښولې او مخالفين يې نه شوای کولای چې په سيمه کې دغه ځواک وزغمي.
نو بيا هم په بېلابېلو او بې منطقه دلايلو په بنياد د طالبانو مخالفینو د طالبانو دمخالفت په دريځ ولاړ وو،په قطر کې د وسله والو طالبانو دفتر،اوهلته بيا د بېرغ د پورته کېدو له امله د کابل د ادارې د هغه وخت مشر (حامد کرزی) له خوا ټوله خبره بېرته ورانول هغه څه دي چې دسولې په اړه د کابل د ادارې د دروغو دعوې ښې ښکاره کوي.
د افغانستان په اوسني نظام کې هم کوم ښه والی اود سولې په اړه کوم مثبت تغيرات نه دي راغلي مګر لا نوره هم خبره کړکېچنه شوې ده.
اشرف غني د خپل کار له لومړۍ ورځې دسولې پرخلاف قدم پورته کړ او له امريکايانو سره يې د امنيتي سند په لاسيک کولو سره په افغانستان کې د جنګ د اوږېدو انديښنې زياتې کړې.
ځکه چې طالبان او افغان ولس ددغه تړون په لاسليک کولو خوښ نه وو.
طالبان څنګه چې ۱۴ کاله مخکې وو نن په هغه حالت کې نه دي،طالبان هغه مهال يوازې د مرګ وړ ګڼل کېدل،خو اوس يې دخپلو وينو د قربانيو په مټ مقام تر هغه ځايه رسېدلی چې چا يې ددوی په اړه تصور هم نه کاوه.
له نږدې شاوخوا ۶ کالونو څخه د طالبانو په ليکو کې ورځ تر بلې د پام وړ تغيرات او پرمختګونه تر سترګو کيږي او ورځ تر بلې په مقابل لوري پياوړي کيږي.
د برېګډال په تبادله کې د پنځو تنو لوړ پوړو طالب چارواکو خلاصون،په قطر کې د اسلامي امارت سياسي دفتر،دنړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د افغانستان په اړه په کانفرانسونو کې د طالب چارواکو ګډون، هغه څه دي چې د طالبانو د مخالفينو له زغمه وتې خبره ده.
د ملامحمد عمر مجاهد مرګ او ژوند
د کره او مؤثقو سرچينو په قول چې ملا محمد عمر تر دا مهاله ژوندی دی او د افغانستان په يوه خوندي سيمه کې دی خو دا چې ولې يې څېره ،غږ او مرکې نه خپريږي، دا ځکه چې حالات سازګار نه دي .
خو په دې حساس وخت کې د نړيوالو او کورنيو رسنيو له خوا د طالبانو په خلاف ډول ډول تبليغات هغه څه دي چې غواړي په دې سره د طالبانو صفونه کمزوري او پخپل منځ کې شکونه او بې باورۍ راپيدا کړي.
په دې وروستيو وختونو کې د نړيوالو رسنيو له لوري د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو او د سولې د مذاکراتو په اړه خبرې،او د قطر دسياسي دفتر د مشر طيب اغا د استعفي په اړه او د طالبانو د مشر ملامحمد عمر مجاهد دمړينې د اوازو په اړه د سيمې او نړۍ اوازې هغه څه دي چې تر شا يې سياسي اهداف دي چې په دې توګه مخالفین غواړي چې طالبان په خپلو منځو کې بې اتفاقه او يو په بل بې باوره کړي او دښمن له دغې موقع نه په استفادې د طالبانو د کمزوري کولو او له منځه وړلو له پاره کار وکړي.
که ملا محمدعمرمجاهد مړ وای
که فرضاً ملا محمد عمر مړ وي او په دې نړۍ کې نه وي نو حتماً به د طالبانورهبري شورا بل مشر ټاکي،ځکه چې د طالبانو په ليکو لاهم ډير خلک شته چې دغه قيادت په ښه توګه ترسره کړي.
که چېرته ملا محمد عمر مړ وي نو دا خبره به په وخت معلومه وي چې نن پرون ابله ورځ وفات شوی.
ځکه چې تر دې مخکې ارواښاد مولوي محمد يونس خالص هم د امريکايانو په خلاف د جنګ اعلان کړی و خو مړی ژوندی يې نه و معلوم خو چې کله وفات شو د مړينې خبر يې خپور شو،د پاکستاني طالبانو مشر بيت الله محسود نامعلوم و چې مړ شو نو معلومه شوه چې ووژل شو،د حکيم الله محسود د وژل کېدو خبر خپور شو چې مړ شو نو پټ پاتې نه شو د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن ووژل شو چې د مړي خبر يې خپور شو تر دې مخکې دطالبانو ځینې چارواکي لکه مشهور نظامي قومندان ملا دادالله اخند،د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د دفاع وزير او د ملامحمد عمر مرستيال ملا عبيدالله اخند، مشهور نظامي قومندان ملاسنګين ، مولوي نور قاسم حيدري او تېره مياشت په پېښور کې د ننګرهار ولايت برحال والي او داسې نور وخت په وخت وفات شوي چې طالبانو يې د مړينې په اړه خبرونه او دخواخوږۍ پيغامونه خپاره کړي وو .
نو بيا ولې څوک فکر ونه کړي اويوازې د رسنيو په بې بنسټه اعاوو د ملامحمد عمر مجاهدد مرګ ادعا ومني همدغو رسنيو خو مخکې دا هم ويلي وو چې ملامحمدعمر بيخي شته نه نو اوس يې د وژلو خبره ولې کوي؟
نو مالومه خبره ده چې دا رسنۍ يوازې د هېوادونو او ډلو پاليسي په مخه وړي او ددوی په هره خبره او هر راپور باور او هره خبره يې بغير له کوم فکر او سوچ منل سادګي او له حقايقو لرې والی دی.
نو دا او دې ته ورته ټول راپورنه د تبلیغاتو او د طالبانو ترمنځ د بې باورۍ او د طالبانو دکمزوري کولو په معنا دي.
پای