د تخار ولايت اووه ولسوالۍ له سقوط سره مخ دي
تالقان (عزم: پنجشنبه،۰۸ زمری،۹۴ ل) د تخار د ولايتي شورا مشر ددغه ولايت د اوو ولسواليو د سقوط خبر ورکړ.
د تخار د ولايتي شورا مشر عصمت الله قرباني تېره ورځ يوې غونډې ته د خبرو کولو په ترڅ کې وويل چې ددغه ولايت د کوکچي سيند دپورې غاړې شپږ نورې ولسوالۍ هم د سقوط له ګواښ سره مخ دي.
نوموړي زياته کړه چې د کوکچي سيند پورې غاړې دشت کلا، خواجه بهاء الدين، درقد،چاه اب ،رستاق، او ينګي کلا ولسوالۍ پرتې دي.
د ولايتي شورا مشر وويل چې په دې وروستيو کې د خواجه غار ولسوالۍ له سختو امنيتي ګواښونو سره مخ ده او که چېرته دغه ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ورشي نورې شپږ ولسوالۍ ورسره سقوط کوي.
نوموړی وايي چې خواجه غار هغه ولسوالۍ ده چې د يادې شپږ نورې ولسوالۍ د همدغې ولسوالۍ له لارې له مرکز تالقان سره تړل شوي دي او که چېرته دغه ولسوالي د طالبانو لاس ته ولويږي نو دا شپږ نورې هم ددوی لاس ته په اسانۍ لویږي.
د يادونې وړ ده چې څه موده وړاندې د تخار سرپرست والي عبداللطيف ابراهيمي ويلي و چې که د خواجه غار ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ولويږي مسؤليت يې د دولتي چارواکو په غاړه دی ځکه چې دولت د دغې ولسوالۍ له امنيتي حالته خبر دی خو تر اوسه یې کوم اقدام نه دی کړی.
عبداللطيف نظيف