شيخ الحديث مولانا عبدالستار جان د اجل داعي ته لبيک ووايه
پېښور(عزم: پنجشنبه،۰۸ زمری،۹۴ ل) د ديني علومو ستر عالم او د تصوف د لارې نوميالی مرشد شيخ القرآن والحديث حضرت مولانا عبدالستار جان شيخ صیب د ورپېښې ناروغۍ له امله د اجل داعي ته لبيک ووايه.
نوموړی د تېرې څه مودې راهيسې د زړه دناروغۍ له امله په روغتون کې بستر شوی و چې پرون يې د زړه عمليات ترسره شول او نن له غرمې مخکې وفات شو.
ارواښاد شيخ صاحب د زرګرې د مشهورې مدرسې مشر شيخ و چې له تېرو ډېرو کالونو راهيسې يې په دغه جامعه کې د دينې علومو د زده کړو مشر استاد و،نوموړي د زرګونو علماء کرامو استاد دی چې په خپله کورنۍ کې په لسګونو علماء کرام او حافظان لري.
د ارواښاد جنازه نن د پنجشنبې په ورځ ۵ بجې د پاکستان دخیبر پښتونخوا ايالت د هنګو په خساري نومې سيمه کې اداء کيږي.
شيخ الحدیث مولانا عبدالستار جان د عبدالغفار ځوی او د کابل ولايت د موسهي ولسوالۍ اوسېدونکی و چې د روسانو د يرغل پرمهال يې ګاونډي هيواد پاکستان ته هجرت وکړ او هلته يې په بېلابېلو مدرسو کې د استادۍ دنده ترسره کوله او د خيبر پښتونخوا ايالت دهنګو په زرګري سيمه کې د زرګري په لويه مدرسه کې له شاوخوا لسو کالونو راپه دېخوا د مشر شيخ په توګه ټاکل شوی و.
ارواښاد شيخ صاحب ۶ زامن لري چې ټول يې دديني علومو له زده کړو فارغ دي او مشر ځوی يې مولانا عبدالرحمن نومیږي.
دعزم خبريال د ارواښاد دجنازې مراسمو ته په لاره دی د جنازې د مراسمو جزئيات به وروسته خپاره شي.
انا لله وانا اليه راجعون
عبداللطيف نظيف