د فیسبوک د غړو شمېر د نړۍ د نفوسو له شمېر سره برابر شو.

Facebook/(عزم: پنشنبه ۸اسد ۹۴ل)
د فېسبوك د وېبپاڼې موسس ، مارك زوكېربرګ د روان مالي كال د پايلو د څرګندولو پر مهال په خپله وینا کې ادعا وکړه چې د وېبپاڼې د تاسيس نه را پدې خوا یې د غړو شمېره ۱نيم ميليارد كسانو ته نږدې شوې ده.
مارك زوكېربرګ په جوړه شوې غونډه كې وویل چې په ۱۸۷۶م ميلادي كال كې لومړنۍ ټيلفوني اړيكه ټينګه شوه. هغه مهال د نړۍ نفوس شاوخوا ۱نيم ميليارد انسانان وو. خو نن زما د پاڼې ( فېسبوك ) د غړو شمېره، ۱۳۰ كاله وړاندې د نړۍ د نفوسو هومره ده.
مارك زوكېربرګ همداراز د هغو نورو خدماتي شبكو د غړو شمېره هم څرګنده كړه چې د فېسبوك د شركت په چوكاټ كې فعاليت كوي. پدې لړ كې په مياشت كې ۸۰۰ ميليونه كسان د Whatsapp د پوستكالي نه ګټه اخلي. په ورته ډول د فېسبوك د Messenger د شبكې نه په مياشت كې ۷۰۰ ميليونه او د Instagramد شبكې نه په مياشت كې ۳۰۰ ميليونه كسان ګټه پورته كوي.